نن د نومبر د میاشتې شلمه نیټه ده چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په ټولې نړۍ کې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ او د هغوی د ژوند ستونزو او ننګونو ته د پاملرنې په هدف لمانځل کیږي.
یونیسف سږ کال ددې ورځې په مناسبت د (زما ورځ، زما حقوق او زما راتولونکې) په شعار سره د ماشومانو د غږ د اوریدو او په تصمیم نیونو کې د هغوی د ونډې چې پر راتلونکې یې اغیز کوي، ټینګار کړی دی.
دا بنسټ ټینګار کوي هر ماشوم حق لري چې د زده کړو، صحي خدماتو، امنیت او ملاتړ څخه برخمن ووسي او په خونډي چاپیریال کې وده وکړي.
دا ورځ په ۱۹۵۴ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د (د ماشومانو د نړیوالې ورځې) په توګه د نړیوال پیوستون د دودیدو، عامه پوهاوي او د ماشومانو د هوساینې په هدف ونومول شوه.
دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې په میلیونونه ماشومان په ټوله نړۍ په خاص ډول افغانستان کې له بیوزلۍ، خوارځواکي او له زده کړو څخه د محرومیت په حالت کې ژوند کوي، هغه مشکل چې د هغوی راتلونکې یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
نړۍ په داسې حال کې ماشومانو ورځ لمانځي چې د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره (سیف د چلډرن) وايي، په افغانستان کې بېځایه کېدلو د ماشومانو لوږه زیاته کړې، روغتیا او زدهکړې یې اغېزمنې کړې او د تاوتریخوالي او خوندیتوب نورو اړوندو ګواښونو سره یې مخ کړي دي.
د دغې ادارې څو ورځې وړاندې په یوه تازه راپور کې، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د هغوی له پالونکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، راغلي چې له نیمایي زیاتو ماشومانو ویلي، له خپلو اصلي مېنو تر کډه کېدو وروسته یې د خوړو اندازه کمه شوې ده.
د راپور له مخې، ۴۱ سلنه ماشومانو ویلي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی او پالونکو یې د زدهکړو په برخه کې د لاسرسي د ۳۳ سلنې کمېدو خبر ورکړی دی.
راپور زیاتوي چې له هرو لسو ماشومانو څخه یو د لږو مرستو د ترلاسه کولو خبره کړې، په داسې حال کې چې له لسو څخه نهو ماشومانو د خوړو مرستې ته اړتیا ښودلې ده.