د فوتبال د نړیوال جام سیالیو دپاره د بیلو ټیمونو چمتووالی

جرمني د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام لپاره د چمتووالي وروسی پړاو پیل کړ او ملي لوبډلې یې د پنجشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه) په هرتسوګن‌اوراخ ښار کې خپل تمرینات پیل کړل.

د ۲۰۱۴ کال د نړیوال جام اتلان د دې سیالۍ لپاره چمتووالی نیسي، چې کوربه‌ یې د امریکا متحده ایالات، مکسیکو او کاناډا دي. جرمني په E ګروپ کې دی او له کوراساو، اکوادور او عاج ساحل سره مخ کېږي.

جرمني په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو کې د لومړي پړاو نه ووتل او تر هغې وروسته دا لوبډله هڅه کوي چې د نړیوال جام پنځم لقب وګټي. له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې جرمني د نړیوال جام اتلولي ګټلې، د هېڅ لوی نړیوال ټورنمنټ پایلوبې ته نه دی رسېدلی.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې جرمني د نړیوال جام اتلولي ګټلې، دا هېواد د هېڅ لوی نړیوال ټورنمنټ پایلوبې ته نه دی رسېدلی. سږنی کمپاین د دې لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي چې جرمني یو ځل بیا د فوټبال د غوره لوبډلو په کتار کې خپل ځای ټینګ کړي.

په ورته وخت کې، د نړیوال جام تنظیموونکي له ځانګړو څېړنو سره مخ دي. د نیویارک او نیوجرسي لویو څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د فیفا پر وړاندې د ټکټونو د پلور د وروستیو اقداماتو په اړه رسمي احضارلیک صادر کړې دی.

د نیویارک لویه څارنواله لیټیشیا جیمز او د نیوجرسي لویې څارنوالې جینیفر ډیوینپورټ ویلي چې دا څېړنه په نیوجرسي کې پر اتو سیالیو تمرکز لري، چې پکې د جولای د ۱۹مې پایلوبه هم شامله ده.

چارواکي وایي ځینو مینه‌والو شکایت کړی چې هغوی د ټکټونو هغه کټګوري نه ده ترلاسه کړې چې پیسې یې پرې ورکړې وې. راپورونه ښيي چې ځینې کسان چې د لومړۍ کټګورۍ ټکټونه یې اخیستي وو، چې میدان ته تر ټولو نږدې وي،د ټیټې دوهمې کټګورۍ څوکیو ته اړول شوي دي.