د ټرمپ په منځګړیتوب د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې ټرون ته نړیوال غبرګونونه

د نړۍ مشرانو د ولسمشر ټرمپ په مینځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې د تړون هرکلی کړی دی او د پلي کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د تیرې جمعې په ورځ د اذربایجان او ارمنستان مشرانو په سپینه ماڼۍ کې د سولې یاد تړون لاس لیک کړ چې په لړ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۳۵ کلنه شخړه پای ته ورسیدله او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي فرصتونو یو نوی فصل پیل شو.

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پشینیان په سپینه ماڼۍ کې د سولې تړون لاس لیک کړ.

ولسمشر ټرمپ وویل چې "د اذربایجان او ارمنستان هیوادونو هوډ کړی دی چې د تل دپاره ټولې جګړې پای ته ورسوي، د سوداګرۍ، سیاحت او ډیپلوماتیکو اړیکو ور پرانیزي او د یو بل د استقلال او ارضي تمامیت" درناوی وکړي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې دواړو خواوو یوه کلیدي موضوع حل کړه چې په پخوا کې یې مذاکراتو ته خنډ جوړ کړی و او هغه د نخچیونان سیمه ده چې د اذربایجان مربوط کېږي او ارمنستان د اذربایجان او نخچیونان ترمنځ د ځمکې د یوې لارې جوړول چې د "زنګیزور د دهلیز" په نامه یادېږي، خپل د ارضي تمامیت څخه سرغړونه ګڼله.

ښاغلي ټرمپ وویل "د نوې موافقې پر اساس اوس د نړیوالې سولې او سعادت دپاره د ټرمپ مسیر په نامه د ترانزیت یوه ځانګړې سیمه رامنځ ته کېږي چې اذربایجان ته به د نخچیونان په سیمه کې بشپړ لاس رسی ورکړي او په عین حال کې به د ارمنستان ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی وکړي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرس د سولې ددې تړون هرکلی کړی دی او هغه یې د جنوبي قفقاز د سیمې د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نورمال کېدو دپاره یو مهم ګام بللی دی.

ښاغلي ګوتیرس خپل د اکس پر پاڼې د یوه پوسټ په ترڅ کې داسې لیکلي دي «زه د ولسمشر عیلوف او لومړي وزیر پشینیان تعهد ستایم چې د دوامداره ډیالوګ او اعتماد جوړونې په برخه کې یې څرګند کړی دی او د ولسمشر ټرمپ د هڅو چې ددې پروسې په تسهیل کې یې کار کړی قدرداني کوم.»

ښاغلي ګوتیریس په جنوبي قفقاز کې د ټولو هغو هلو ځلو نه ملاتړ څرګند کړ چې هدف یې د تل پاتې سولې ټینګښت او دغه اصل ته وده ده.

په عین حال کې د اروپايي اتحاد د باندنیو چارو ریسې کاجا کلاس هم ویلي چې دغه تړون یوه غټه لاسته راوړنه ده چې د لسیزو جګړې ته د پای ټکی اېږدي. میرمن کلاس زیاته کړه چې د تړون سره سم د راتلونکو اقداماتو پر وخت ترسره کېدل به د دواړو خواوو ترمنځ د ریښتنې سولې د ټینګښت دپاره کلیدي وي.

دغه راز د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ډیویډ لمي هم ارمنستان او آزربایجان ته مبارکي ویلې چې د سولې پر لوري یې قوي ګامونه اخیستي دي او په دې پروسې کې یې د ولسمشر ټرمپ د حیاتي نقش ستاینه کړې ده.

همداشان د روسیې د باندنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د آزربایجان او ارمنستان د مشرانو ترمنځ په امریکا کې غونډه د « مثبتې ارزیابۍ سزاواره» ده.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي چې په خپله هیواد یې د روسیې سره په جګړه کې ښکیل دی او غواړي چې دا جګړه ختمه شي ویلي یې دي چې هغه د ولسمشر علیوف سره یې خبرې کړې دي او هغه ته یې مبارکي ویلې چې د ارمنستان سره یې د ولسمشر ټرمپ په مرسته د سولې موافقه لاس لیک کړې ده

ترکیه، ارودن هند او مصر د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې ددې تړون هرکلی یې کړی دی.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې امریکا د دواړو هیوادونو سره د همکارۍ دوه اړخیز تړونونه هم لاس لیک کړل چې په لړ کې به یې د انرژۍ، سوداګرۍ، ټینکالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امریکا او دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ وسعت پیدا کړي.

دغه راز ولسمشر ټرمپ پر اذربایجان باندې د دفاع په چارو کې د همکارۍ بندیزونه لیري کړل چې د ۳۳ کلونو راهیسې نافذ و.

د اذربایجان ولسمشر علیوف د جمعې د ورځې سرمشریزه غونډه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې ددې غونډې په ترڅ کې "د قفقاز په سیمه کې سوله رامنځ ته کېږي او د سترو فرصتونو دپاره لاره هواره کېږي".

د ارمنستان لومړي وزیر پشینیان د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې موافقې ته د یوه "مهم ګام" خطاب وکړ. او زیاته یې کړه چې"مونږ په خپل منځ کې د یوه لا ښې کیسې د پیل د اساس ډبره ایږدو چې دا به تر پخوانۍ کیسې لا ښه وي".