د کابل ښځینه یوګا کوونکې

Your browser doesn’t support HTML5

د یوګا ورزش د څو کالو راهیسې په افغانستان کې رواج شوی، خو د کابل ښځینه یوګا کوونکې وايي چې لا هم دغه طریقه په افغاني ټولنې کې نوې ده. دوی وايي ځینې خلک په دې باور دي چې یوګا مذهبي فلسفه پر مخ وړي، خو د یوګا کوونکو په اند دغه کړنې د ځاني او فکري هوساینې لپاره تر سره کیږي.