د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه مېرمن تاجیکستان کې ښځو ته وړیا یوګا ورښيي


هدیه سادات، د یوګا روزونکې
هدیه سادات، د یوګا روزونکې

د تاجیکستان په وحدت ښار کې مېشته کډواله هدیه سادات افغانو میرمنو ته د رواني روغتیا دپاره په وړیا ډول د یوګا روزنه ورکوي.

مېرمن سادات امریکا غږ ته وویل چې په اونۍ کې دوه یا درې ځلې د یوګا ټولګي جوړوي او په پام کې لري چې په راتلونکي کې د ټولګیو شمېر زیات کړي.

هغه وايي چې په دې ټولګیو کې ډیری ګډونوالې ښځې دي، خو نارینه هم کولای شي پکې ګډون وکړي.

مېرمن سادات وايي چې مراجعین یې تر ډېره هغه افغانې کډوالې او تاجیکستانۍ مېرمنې دي چې له رواني ستونزو ځورېږي.

د یوګا د ټولګیو سربیره، سادات هغو میرمنو ته د رواني روغتیا په اړه مشورې هم ورکوي چې خپلې رواني ستونزې ورسره په خصوصي ډول شریکوي.

مېرمن سادات وويل: "ځینې مېرمنې راځي چې زما څخه د تلیفون شمېره اخلي او وروسته راته زنګ وهي. دوی نه غواړي چې په ټولګي کې په خپلو رواني ستونزو خبرې وکړي ترڅو نور یې په اړه ناسم فکر ونکړي. زه په ورین تندي د هغوی خبرې اورم او لازمې مشورې ورکوم."

سادات په ازبیکستان کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کړي، خو وايي چې له ارواپوهنې سره یې د ډېرې لېوالتيا له امله پدې څانګه کې انلاين کورسونه لوستي دي.

مېرمن سادات په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه لري. هغه وايي: "افغانستان په داسې يو ځاى بدل شوى چې ښځې پکې په مټې تنفس کوي. زه یې په اړه ډېره خفه يم."

خو هغه هيله لري چې په افغانستان کې به وضعيت ښه شي او پر ښځو لګول شوي محدوديتونه به کم شي.

XS
SM
MD
LG