زاخیلوال:د سولې د خبرو بهیر ته خوشبینه یم

د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال

په پاکستان کې د افغانستان نوی سفیر او د پاکستان دپاره د ولسمشر محمد اشرف غني خاص استازی عمر زاخیلوال وايي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په گډون د سولې څلور اړخیزه روانې خبرې یو ښه فرصت دی او د هغه په وینا پخپله ورته خوشبینه دی چې دا بهیر به د سولې په لور مزل اسانه کړي.

ښاغلي زاخیلوال د امریکا غږ آشنا راډیو سره ځانگړې مرکه کې وویل چې ده چې د افغانستان د سفیر په توگه د ده په کاري اولیتونو کې همدغه د سولې د بهیر بریالتوب دی او کومه د لارې نقشه چې نظر کې نیول شویده، هغه ورته په درست لوري روانه ښکا‏ري.

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر دا هم وویل چې د سولې سره سره د دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د چاپیریال جوړولو او د ولسونو او دولتونو په سویه تگ راتگ ته زمینه مساعدول هم د ده د کاري ایجنډا مهم ټکي دي.

هغه وویل چې افغانستان او پاکستان د یو بل نه خلاصون نه لري او صمیمانه اړیکې پالل د دواړو په گټه دي.

ښاغلي زاخیلوال په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د خیبر پښتونخوا د واکمنو سره یې په دې اړه خبرې کړیدي او هڅه کوي چې افغانان که پاکستان کې ژوند کوي نو په باعزته توگه واوسي او که ستنږیږي هم چې په درناوي سره ستانه شي.

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال مرکه دلته اوریدی شئ