د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي ویلي چې کییف تر راتلونکي دوبي پورې په دغه هیواد کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د منځګړیتوب فرصت ویني او پدې اړه یې د امریکا او اروپا سره په ګډه د نظریاتو یوه واحده طرحه برابره کړې چې مسکو ته يي وسپاري.
زېلنسکي وویل چې په دغه سند کې د اوربند او د واشنګټن د وړاندیز له مخې، د اوکراین په ختیځ ډونباس سیمې کې د ازادې اقتصادي حوزې د جوړولو طرحه هم شامله ده چې د دریمګړي لوري لخوا به اداره کېږي.
زېلنسکي خبریالانو ته وویل، "په دې کې د اوربند لپاره یوه نظریه شته او دا يي اصلي ټکی دی. دویمه برخه هغه څه دي چې امریکایانو د ازادې اقتصادي حوزې په اړه وړاندیز کړی و."
روسیې د سهشنبې په ورځ [اګست ۲۵مه] په ډونباس کې د ازادې اقتصادي سیمې د جوړولو په اړه د امریکا د نظر د عملي کېدو په تړاو شک څرګند کړ او ویې ویل چې دا سیمه په رسمي توګه د روسیې یوه برخه وه او له همدې امله دا امکان لږ دی چې کومه درېیمه ډله یې اداره کړي.
روسیې پرته لدې چې کوم کنټرول ولري، د اوکراین څلور سميې خپل مالکیت ګڼي.
زېلنسکي د دې میاشتې په پیل کې وویل چې اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یو پلان په اړه امریکایي مرکچیانو ته خپل وړاندیزونه سپارلي دي.
د امریکا په مشرۍ د سولې خبرې اترې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې وروسته له هغې سوکه شوې چې اوکراین د روسیې هغه غوښتنې رد کړې چې لا ډېرې سیمې وسپاري او واشنګټن د ایران سره په جګړې بوخت شو.
امریکايي مرکچیان سټیف ویټکوف او جېرډ کوشنر وروستی ځل د جنورۍ په میاشت کې مسکو ته تللي وو او تر اوسه کییف ته تللي نه دي.