په کویټه او شاوخوا سیمو کې که له یو پلو ځوانان د لډو په لوبې او ټوکو ټکالو شپه تر پېشمني ویښه تیروي بل پلو ځینې دغه ځوانان تر پېشمني شپه په زده کړو تېروي. دوی پر پیلابېلو سیاسي او تاریخي موضوعاتو یو بل سره موندنې شریکوي او کرۍ شپه لیکچرونو ته غوږ نیسي.
د بلوچستان په ژوب او شاوخوا سیمو کې خیاطان وایي چې هغوی په روژې میاشت کې له دوو تر دریو ساعتونو پورې خوب کوي او نور ټول وخت کار کوي. دوی له حکومت څخه ګیلمن دي چې د برېښنا د کمښت ستونزه نه حل کوي چې د دوی پر کار وبار یې ناوړه اغیز کړی دی.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه ژوب کې ګڼ شمېر ځوانان په روژه کې د سیمې د سیاحت مشهور ځای ته ځي، ټوله ورځ هلته تېروي او د روژې په ټوله میاشت کې هلته تر روژه ماتي پورې مېلې کوي.
د ډاکټرانو په وینا د روژې میاشتې له راتګ سره سم په کویټه او شاوخوا سیمو کې د پښتورګو په بیماریو د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راځي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک له ډاکټرانو او دیني عالمانو سره د پښتورګو په بیمارویو اخته کسانو باندې د روژې نیولو پر اغېزو خبرې کړي.
په کویټه کې د روژې په میاشت کې د خوږو خوراکي توکیو استعمال ډېریږي چې ورسره سم، د ډاکټرانو په وینا، د شکرې په ناروغیو کې هم زیاتوالی راځي. دا چې روژه کې کوم خوراکونه باید وشي؟ سالمین خپلواک یې په اړه دغه راپور چمتو کړی.
د روژې په میاشت کې د کوټې ځوانان کرۍ شپه په ویښه او ورځ په خوب تېروي. د کارپوهانو په وینا دغه کار په کويتې او شاوخوا سیمو کې نن سبا په یو دود بدل شوی. د رواني ناروغیو متخصصین دغه دود یو رنځ بولي چې د سیمې ځوانان یې په رواني ناروغیو اخته کړي. سالمين خپلواک- امریکاغږ
د بلوچستان ايالت مرکزي ښار کويټه چې د کوزې او برې پښتونخوا د پرګنو سربیره د بلوچانو او ګڼو نورو توکمونو کوربه دی، د روژې په مياشت کې يې بازارونه هم په بيلابېلو خوراکونو رنګېن وي. سالمین خپلواک یې د ځینو مشهور خوراکونو لنډه ویډیو چمتو کړې.
په کويټه کې د افغاني دوديزو جامو پلورونکي وايي چې د افغاني دوديزو جامو اکثر پېرودونکي يې هغه پنجابي او سندي سیلانیان دي چې کويټې ته راځي. پدغه ویډیو کې چې د امریکاغږ خبریال، سالمین خپلواک رالیږلې، په کې د افغاني دوديزو جامو پېرودونکي انځور شوی دی.
د بلوچستان پوهنتون استادانو او کارکوونکو له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې د پوهنتون مخې ته پرلت وهلی. دوی ادعا کوي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې حکومت معاش ندی ورکړی. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک ورسره د هغوی پر ستونزو خبرې کړي.
۲۴ کلن محمد یوسف د بلوچستان په لورلایي کې میشت افغان کډوال دی. په خبره یې، له نورو سره د کار کولو محدودیتونه یې خوښ نه وو ځکه یې په انلاین بڼه د آزاد کار اراده وکړه. هغه خوشاله دی چې په لنډ وخت کې ډیجیټل پروډیوسر شو او له دې لارې پرته له کوم محدودیته ځان ته معاش ګټي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
په کویټه کې یو شمېر ځایي اوسېدونکي د بې وزلو په خاصه توګه کارګرو لپاره د سړک پر غاړه د روژې ماتې بندوبست کوي. دوی وايي چې پاکستان کې ګراني دومره ډیره شوې چې په روژه کې بې وزله کارګر نشي کولای ځانته روژه ماتی برابر کړي.
د بلوچستان د لورلايي د کټوۍ کمپ کې ميشت افغان کډوال، وهاب غيرت کلونه وړاندې په يوه ترافيکي پېښه کې معلول شو. نوموړی وايي، معلول شوې دی، خو خپل همت يې له لاسه ندی ورکړی. له همدې امله یې بل چا ته د لاس نيولو پر ځای، کار ته خپله ماتې ملا تړلې.
روغتیاپالان د کبانو خوراک د روغتیا لپاره ګټور بولي خو داسې بریښي چې په پښتني ټولنو کې د کبانو خوراک ډیر شهرت نه لري. دا چې پدې ټولنو کې د کبانو استعمال ولې کمرنګه دی؟ سالمین خپلواک پرې روغتیاپالانو او د کویټې ځینې اوسیدونکو سره غږیدلی.
په کویټې کې د یو رستوران څښتن وایي، کله چې په کویټه کې د یو رستوران فعالیت مخ په ځوړه شي او د مشتریانو په شمېر کې یې کموالی راشي، نو هغوی د خپل کاروبار د بیا غوړیدو لپاره له افغانستان څخه اشپزان راوغواړي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د بلوچستان په قلعه سیف الله کې میشت یو افغان کډوال چې دوې ماسټرۍ لري، خو په خبره یې، له هغه ځايه چې افغان کډوالو ته د پاکستان په حکومتي ادارو او موسسو کې د کار کولو اجازه نشته، نو ځکه اړ شوی چې د چرګانو فارم پرانیزي. سالمین خپلواک – د امریکاغږ
په کویټه کې میشت یو افغان کډوال یو داسې رستوران پرانیستی، چې ځانګړی جوړښت او افغاني خواړه یې د کويټې اوسیدونکې ځانته ور بولي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
په بلوچستان کې د لورلایي ملاخېل اباد اوسېدونکي، ددغه سیمې ماشومانو ته چې ډېرې يې نجونې دي، د کلي په جومات کې د وړیا زده کړې ورکولو لړۍ پیل کړې ده. دوی غواړي د کلي نجونه یې عصري زده کړې ترلاسه کړي او پدې لړ کې د حکومت له لوري د پاملرنې غوښتنه کوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د کويټې پریس کلب په تالار کې د «پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند» تر نظارت لاندې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ نمانځغونډه وشوه چې پکې د سیاسي فعالانو ترڅنګ د پښتو ژبې او ادبیاتو ښوونکو او محصلینو ګډون درلود. نور حال له کويټې څخه د سالمین خپلواک پدې راپور کې؛
د بلوچستان د قلعه سیف الله سیمې د دوو هنرمندانو تجربه اورئ چې لومړی یې پر ټولنیزو رسنیو د ټوکو ټکالو ویډیوګانو جوړولو له لارې شهرت وموند او ورپسې یې په انلاین بڼه کاروبار پېل کړ چې په خبره یې، اوس خورا اقتصادي ګټې ترلاسته کوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د شمېرو له مخې پاکستان کې ترسره شوېو ټاکنو کې ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړی و. خو د ټاکنو وروسته د کويټې په بیلابیلو برخو کې ځوانان سړکونو ته راوتلي او تور پورې کوي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي چې د پاکستان د ټاکنو کمیسون یې ردوي. سالمین خپلواک پرې راپور لري.
نور پورته کول