پيښور کې د کوربه هیواد د اوسیدونکو او د افغان کډوالو د ځوانانو یوه ډله هڅه کوي چې په پېښور کې د مېشتو خلکو تر مېنځ اړیکې ښې کړي او په بیلا بیلو برخو کې له یو بل سره مرستې وکړي. شاهین افریدي پرې راپور لري.
په افغانستان کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د حکومت ترڅنګ د خېبرپښتونخوا مدني ټولنو، فعالانو او بيلا بيلو بنسټونو هڅې پیل کړي دي. دغو ډلو کمپلې، خوراکي سامانونه، خيمې او نور ضروري سامانونه راټول کړي دي. شهنشا آفریدي پرې راپور جوړ کړی.
د جون میاشتې ۲۰مه نېټه د کډوالو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال د کار او روزګار د ستونزو تر څنګ د زده کړو په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ دي. دا چې دغه ستونزې کومې دي، په اړه یې د امریکاغږ خبریال، شاهین افریدي له یو افغان ځوان سره غږیدلی.
لنډي کوتل کې یوې ډلې رضاکارنو په دغه سیمه کې میشتو او په کار بوختو افغان ماشومانو لپاره وړیا ښوونځی جوړ کړی چې پکې دا مهال لسګونه ماشومان زده کړې کوي. د ښوونځي بنسټ ایښودونکی وایي چې دغه ماشومان ډیر هوښیار دي او له زده کړې سره بیسارې مینه لري