په کونړ کې د ناکو یو بڼوال وايي، خوښ دی چې د بڼ حاصلات يې په ښه بیه پلورل کېږي او د هغه د کورنۍ اړتیاووې پوره کوي. د دې ولایت د نورګل ولسوالۍ "تورې تېږې" په سیمه کې محمدعظیم وايي، له کلونو راهیسې يې دهقاني کړې، خو له تېرو اتو کلونو راهیسې يې د ناکو باغ جوړ کړی دی.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر له بازاري بې کیفیته تخمونو څخه سرټکوي او وايي، له یوې خوا يې د اصلاح شویو تخمونو نه شتون او له بله اړخه يې د شنو خونو نه شتون لويې ستونزې دي.
په کونړ کې کروندګر وايي چې په میاشتو میاشتو خواري او زحمت وباسي، خو چې سبزي يې حاصل ته ورسېږي نو بیا ورته د پلور بازار نه وي او ډېر کله تاوان کوي.
په ننګرهار کې د غنمو د تهریشر کولو وخت را رسېدلی او یو شمېر کروندګر وايي، چې سږني اورښتونو یې د غنمو د فصل ټولې خوارۍ ورته له منځه وړي دي. ددغو کروندګرو په وینا، سږنۍ اورښتونه په داسې وخت کې وشول چې غنم حاصل ته رسېدلي و.
په ننګرهار کې د شفتالانو یو شمېر بڼوال وايي که څه هم سږ کال حاصلات یې ږلیو یو څه زیانمن کړي دي، خو خوښ دي چې راتلوونکو کالونو ته به ښه حاصلات ترې را ټول کړي.
په لغمان کې یو شمېر کروندګر خپلو حاصلاتو ته د مناسب بازار له نشتون څخه سرټکوي. ددغو کروندګرو په خبره، کله چې حاصلات یې ورسېږي، نو د پلور لپاره يې بازار نه وي او کړي لګښتونه یې هم نه پوره کیږي.
په لغمان کې یو شمېر کروندګر وايي، دا چې سړې خونې نشته نو هر کال يې د فصلونو حاصلات خراب او یا ډېر کله خپل کړي لګښتونه هم نه ورته پوره کوي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو شمېر کروندګر وايي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټ او د سړوخونو د نشتون له امله، له ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، کله چې فصلونه یې را ورسیږي، بیا مارکیټونونه کې بیې را ولویږي، چې له همدې امله، ډیرې وختونه خپل کړي لګښتونه هم نشي پوره کولای.
په ننګرهار ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي چې له نورو هېوادونو داسې تخمونه افغانستان ته راوړل کیږي، چې اکثره کروندګر یې نه یوازې له کیفیت څخه بې خبره وي، بلکې حاصل یې هم هغسې نه وي، څنګه چې دوی ورڅخه تمه لري.
په لغمان کې یو شمېر کروندګر وايي، همدا چې فصلونه یې ګل ته ورسیږي نو نباتي مرضونه پرې ولګیږي او ددې کار عمده لامل دی چې ددغه ډول مرضونو لپاره درمل نه لري. دوی وايي، تخمونه بې کیفیته او د نباتي امراضو په مقابل کې بازاري درمل يې د فصلونو لپاره ښه پایله نه ورکوي.
د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د نیالګیو د بزغلیو ځېنې فارم لرونکي وايي، چې د اوبو د نشتوالي له امله یې ګڼ فارمونه له منځه تللي دي او سږ کال د دوی د کاروبار حالات ښه نه دي.
په لغمان کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر وايي، اوس چې کوکنار نه کرل کېږي او د طالبانو حکومت پرې په یو اړخیز ډول بندیز لګولی نو په مقابل کې کروندګرو ته باید کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر شکایت کوي، چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې حقدارو کروندګرو ته نه ورکول کېږي او د دوی په ویناء دا مرستې ځینو داسې خلکو سره کیږي، چې اړتیا ورته نه لري.
د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې ځېنې کروندګر د اوبو د کمښت او د ویالو د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، چې له دې امله یې ډېر کله حاصلات سوځېږي.
په کونړ کې یو شمېر هغو کروندګرو چې تازه يې د هندواڼو کرلو ته مخه کړې ده، وايي هندواڼې د کوکنارو یو له ښو بدیلونو دی او ګټه يې هم نسبتا ښه ده. د دې ولایت د خاص کونړ په تنر سیمه کې حسن علي تازه په شاو خوا درې جریبه ځمکه د هندواڼو کر کړی دی، دی وايي، هیله لري سږ کال به ښه حاصلات ترې واخلي.
په کونړ کې یو شمېر کروندګر وايي، چې تېر کال يې په لوړه بیه د هوږې تخم اخیستی و، خو د مناسب بازار د نشتوالي له امله يې ټول حاصلات له پلورلو څخه پاتې وو، خو سږکال غوښتنه لري، چې د هوږې حاصلاتو ته یې مارکیټ پیدا شي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر له دې امله شکایت لري، چې سږ کال تخمونه ګران شوي دي او ترڅنګ یې ښه او اصلاح شوي تخمونه لږ او یا دوی ته د مرستې په شکل نه ورکول کیږي. د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر وايي، له بازاره غېرې اصلاح شوي تخمونه اخلي، خو چې وې کري نو ښه حاصلات نه ورکوي.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر بڼوالي د کوکنارو ښه بدیل ګڼي او وايي، د دوی په ولسوالۍ کې له پخوا څخه کوکنار نه کرل کیږي او ډيری کروندګرو بڼوالۍ ته مخه کړې ځکه د دوی په ويناء د میوه لرونکو بڼونو زیار کم او ګټه یې هم مناسبه ده.
جلال اباد ښار کې په نشه يي توکو یو روږدی چې هر ډول نشه یې کړې ده او ترڅنګ یې د دوو لورګانو پلار هم دی وايي، مخدره مواد د یوه معتاد ټول ژوند په تېره بیا عزت او غیرت ترې اخلي.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر وايي، ډېر کله يې فصلونه د اوبو د نشتوالې له امله سوځېږي او که بارانونه وشي نو چینې او کارېزونه یې کروندو ته اوبه ورکوي.
نور پورته کول