د پېښور 'جنګي محله' چې د کتابونو د چاپ لپاره ډیره مشهوره ده، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کې د کتابونو چاپول په ټپه دریدلی دی.
د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د رحمت العالمین جومات غریبانو ته د واده اسانتیاوې برابروي. دغه جومات بې وزلو خلکو ته وړیا خواړه، درمل او جامې هم ورکوي. ددې جومات مسئولین وايي چې هرکال شاوخوا ۷۰ زره کسان یې له خدمتونو ګټه پورته کوي. شاهين افريدي - امريکا غږ
وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د پنجاب او خېبرپښتونخوا مقاماتو ته سپارښتنه وکړه چې د اپریل تر ۱۵مې نېټې پورې د اې سي سي کارډ لرونکو افغان کډوالو په اړه معلومات راټول کړي، چې شمېر یې څومره دی او په کومو سيمو کې ژوند کوي، په خیبر پښتونخوا کې میشت افغان کډوال په انديښنه کې دي.
د سایبري امنیت کارپوه او د افغانستان د پکتيا ولايت اوسیدونکی عبيدالله چې د پيښور او بیا د اسلام اباد په معتبرو پوهنتونونو کې یې د سایبري امنیت په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي، د نړيوالو شرکتونو سره د کارکولو ترڅنګ، ګڼ شمېر ځوانانو ته یې پدغه برخه کې د روزنې زمینه هم هواره کړې ده.
د پيښور اوسیدونکې حنا کنول له یوې لسیزې راهیسې مصنوعي ګاڼې جوړوي. هغه له دې لارې نه یوازې خپل کور چلوي، بلکې د افغان کډوالو په کمپونو کې نجونو ته هم د ګاڼو جوړولو مهارتونه ور زده کوي. پدغه ویډیو کې چې شاهین افریدي رالیږلې، د حنا کنول لخوا د جوړ شويو ګاڼو هنر انځور شوی دی.
د کوچني اختر د راسیدو په مناسبت د پېښور په بورډ بازار کې د نورو اختریزو توکو د پیرودلو ترڅنګ، افغاني کلچې هم زیات مینه وال لري. پدغه ویډیو کې په بورډ بازار کې کلچې پلورنکې انځور شوي دي. د بورډ بازار شاوخوا ۹۰ سلنه پېرودونکي او سوداګر افغان کډوال دي. ویډیو: شاهین افریدي
د پېښور شعبې بازار د موټرو د ترميم ورکشاپونو وراخوا د ډول ډول خوراکونو لپاره هم مشهور دی چې یو یې دغه افغاني رستورانت دی چې په کې کابلي پلاو، اوزبیکي پلاو، سیخ کباب او چاینکي یې دي. چینکي په دغه بازار کې ولې مشهوره ده او څنګه پخیږي؟ شاهين افریدي پرې راپور لري.
په پېښور کې یوې خیریه موسسې د روژې په میاشت کې د تلسیمیا بیمارانو ماشومانو لپاره د وینې ټولولو په موخه یو کمپ جوړ کړی. د دې ادارې مشر جواد علي وايي، دوی سره تر ۵۰۰ ډېر ماشومان راجستر دي چې هره ورځ یا اونۍ کې وینې ته اړتیا لري. شاهين افریدی پرې راپور لري.
چارسده کې د کابل سیند په غاړه د جیپ ډوله موټرو د ځغاستې، ډرافټینګ او واټر کراس سیالۍ وشوې چې په کې د بېلا بېلو کلبونو شاوخوا ۶۰ موټرو برخه اخیستې وه. د سیالۍ تنظیم کوونکي وایي د دغه کار له لارې نه يوازې نړۍ ته یو مثبت پیغام استوي بلکې غواړي نړیوال دلته راتلو ته وهڅوي. شاهين افريدی- امريکا غږ
د روژې په میاشت کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د شپې لخوا ورزشي فعالیتونو او په ځانګړې توګه کرکټ او فوټبال سره د ځوانانو لیوالتیا زیاتیږي. پدغه ویډیو کې چې شاهین افریدي رالیږلې، په کې دغه شپنۍ ورزشي فعالیتونه انځور شوي دي.
د پېښور د مالګې منډي د خپلو ځانګړو خواړو او غوره دودیزو څپلیو په درلودلو مشهور دی. پدغه ځای کې د پاکستان صدراعظم او ولسمشر، د سعودي شهزاده، د کرکټ او سوک وهنې د مشهورو لوبغاړو په ګډون مشهورو سياستوالو هم د نورالدين په لاس جوړې شوې څپلۍ پر پښو کړي دي.
په پېښور کې افغان خیاطان چې ۵۰ سلنه پېرودونکي یې له افغانستان څخه وو، وایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزې د سختې تګلارې له امله یې مشتریان کم شوي خو اوس په بهرنيو هېوادونو کې یې افغان پېرودونکي پيدا کړي او هر اختر لپاره له بهر څخه د جامو ګنډلو فرمايشونه تر لاسه کوي. شاهين افريدي- امريکا غږ
د پېښور قصه خواني بازار د ډول ډول خوراکي توکو لپاره مشهور دی چې له ډلې یې یو هم د رومیانو چټني ده چې په دې بازار کې له تېرو شپږو لسیزو راهیسې د روژې په میاشت کې خرڅيږي. شاهين افریدي ددغې چټنی جوړوونکي او ځینې پیرودونکو سره غږیدلی.
د پېښور په بورډ بازار کې افغان ځلبي (جلبي)، اچار، پنیر بولاني او نورو خوراکي توکو د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو پام ځانته اړولی دی.
د پېښور اوسېدونکی محمد خان چې د ۲۰۱۴م کال راهیسې په انلاین بڼه خپله سوادګري مخته وړي، له دغه لارې یې نه یوازې خپل کاروبار د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته غځولي، بلکې تر ۴۰ زیاتو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د پېښور په خیبر بازار کې د رضاکارانو یوه ډله له تیرو نهو کلونو راهیسې د سړک په غاړه خلکو ته وړیا روژه ماتې برابروي. له دې روژه ماتي څخه هره ورځ شاوخوا هغه ۵۰۰ بې وزله کسان ګټه پورته کوي، چې په پاکستان د انفلاسیون له امله د ورځې دوه وخته ډوډۍ نه شي پيدا کولی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ايالتونو ته تازه هدایات صادر کړي چې د اپريل په ۱۵مه دې د غیرقانوني افغان کډوالو د بېرته ستنولو دویم پړاو پیل کړي. له دې پريکړې وروسته په پېښور کې مېشت افغان کډوال یو ځل بیا په وېره کې دي. شاهین افریدي له افغان کډوالو او د افغان کډوالو له کمېسار سره خبرې کړې دي.
د پېښور په بورډ بازار کې چې د کوچني کابل په نوم هم مشهور دی، د روژې په میاشت کې د افغاني خوراکي توکو د پیرودونکو زیاته ګڼه ګوڼه وي. په دغه بازار کې د افغانستان قابلي پلو، منتو، پیرکي او ځلبۍ (جلبي) ډیر مشهور دي.
په بورد بازار کې د ورزشي توکو د پېر او پلور سوداګر وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته د ورزشي توکو په لېږد رالېږد کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی. ډېرو هغو هټیوالو چې له پاکستان څخه به یې افغانستان ته د لوبو توکي صادرول اوس د پېرودونکو د کموالي له امله خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
مردان کې د هغو افغان میرمنو په لاسونو جوړ شویو توکیو نندارتون جوړ شوی چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو کمپونو کې اوسیږي. د نندارتون مسولین وایي چې موخه یې په دغه ایالت کې افغان مېرمنو ځواکمنول او د دوي هنر ستاينه ده. شاهين افريدی - امريکا غږ
نور پورته کول