TV Schedule
د یو افغان ډاکټر هڅې او تجربې - ژوند په امریکا کې
د ژوند په امریکا کې ددې اونۍ په خپرونه کې د داسې یو افغان کیسه اورو چې درې کاله وړاندې امریکا ته راغلی او اوس د غاښونو په یو کلینیک کې کار کوي. ډاکټر حمید الله شکور وايي هڅه کوي خپل د طبابت اسناد د امریکا له اړینو معیارونو سره سم کړي. هغه په امریکا کې د مسلک د دوام په اړه غږېدلی.
طالبان په واخان کې اته سترې پوځي اډې جوړوي - یارمند په کاکتوس+ کې
د افغانستان د تیر حکومت د کورنیو چارو وزارت معیین مرزا محمد یارمند وايي ګمان کیږي چې طالبان د بدخشان په واخان کې د اته سترې پوځي اډې جوړوي. د کاکتوس+ په خپرونه کې یارمند ددغو اډو جزئیات وړاندې کړي دي. هغه همدارنګه د جمهوریت په وخت کې د پولیسو په لیکو کې د فساد له موجودیت څخه پرده پورته کړې ده.
افغانستان ته د امریکا د مرستو د احتمالي بندیدو عواقب - ۳۰ دقیقې
د ۳۰ دقیقو په خپرونه کې د افغانستان دپاره د امریکا د مرستو د احتمالي بندیدو په عواقبو بحث شوی. تر څنګ یې د کونړ ولایت په سرکاڼو او دانګام ولسوالیو باندې د پاکستان له خوا د لسګونو راکټونو د ویشتلو او په پاکستان کې د بد امنۍ په اړه د سیاسي شنونکو نظر اخیستل شوی.
د نجونو پر زده کړو د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه - سپینې خبرې
د اسلامي همکاریو سازمان په اسلامي هیوادونو کې د نجونو د زده کړو په اړه غونډه کوي. دا غونډه په پاکستان کې کیږي. افغانستان ددغه سازمان یوازینی غړی هیواد دی چې پکې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع دي. د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.