TV Schedule
بو علي سینا: د کلیو ۷۲ سلنه وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري
لومړنیو او ثانوي روغتیایی خدمتونو ته د کلیوالو د ۷۲ سلنه وګړو د نه لاسرسي پایله، د اکزیما لاملونه او درملنه، د یو هیواد په اړیکو کې د روغتیايي ډیپلوماسۍ اهمیت، د ادرار د بې نظمۍ د درملنې لارې چارې د بو علي سینا په دې اونۍ خپرونه کي تعقیب کړي.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه کنفرانس – د اشنا د شنبې خپرونه
د امریکاغږ اشنا په دې خپرونه کې په اسلامي هیوادونو کې د نجونو د زده کړو په هکله په اسلام آباد کې د دوه ورځنۍ غونډې په اړه چې نن شنبې پیل شوې، خبرې کوو او همداشان د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې د پراخ اور په اړه د یو افغان کیسه دراوروو.
د طالبانو د ګډون پرته د اسلامي نړي د استازو غونډه – سپینې خبرې
په اسلامي هیوادونو کې په ځانګړې ډول په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د ننګونو په اړه نن په اسلام آباد کې د اسلامي هیوادونو د استازو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه. دا چې ولې طالبانو پدې غونډه کې ګډون ندی کړی، نن په همدې موضوع د سپینې خبري په خپرونه کې بحث کیږي.