TV Schedule
پاکستان کې د اسلامي هېوادونو غونډه؛ طالبان ولې ګډون نلري؟ د اتصال د یکشنبې خپرونه
په پاکستان کې د نجونو د تعلیم په ملاتړ د اسلامی هیوادونو کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون د افغانستان نجونو او د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکو هیوادونو لپاره څه پیغام رسوي، پدې هکله د میلمنو سره پدې خپرونه کې بحث شوی دی او همداشان د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایراني چارواکو په وروستیو خبرداریو هم د بل میلمه سره خبرې شوي دي.
افغانستان سره د امریکا نغدي مرستې – د اشنا د یکشنبې خپرونه
د امریکاغږ اشنا د نن یکشنبې په خپرونه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په محدودیتونو، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د نغدو مرستو په اړه د امریکايي سیاستوالو په نیوکو، په غزه کې د تلفاتو او په کالیفورنیا کې د آتڼ د روزنیز پروګرام په هکله راپورونه وړاندې کیږي.
د طالبانو پر چلند د اسلام آباد د غونډې اغیز – سپینې خبرې
د تعلیم په اړه په اسلام آباد کې د اسلامي هیوادونو د نړیوالې غونډې په دویمه ورځ ټینګار وشو چې اسلام نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي او هغه کسان چې د نجونو د زده کړې مخالف دي، نا سم دي. آیا ددې کنفرانس پایلې به طالبان دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه بیرته پرانیزې؟ نن په همدې موضوع د سپینې خبري په خپرونه کې بحث کیږي.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.