TV Schedule
۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹
د افغانستان په اړه د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې استماعیه غونډه: اتصال
پرون، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په اړه د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د غړو له سختو پوښتنو سره مخ شو. د کانګرس غړیو د افغانستان نه د امریکایانو د وتلو، د دوحې د تړون او د طالبانو سره د مالیې مرستو په څرنګوالې د بایدن په حکومت نیوکې وکړې. نن د میلمنو سره د همدې استماعیه غونډې مهم ټکې څیړل شوي دي. همدارنګه، د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتیا لاملونه او د هغې له امله رامنځته شوې ناروغۍ باندې هم لنډه کتنه شوی.
۲۰:۰۰ - ۲۰:۵۹
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو د جمهوري غوښتونکو جدي نیوکه - سپینې خبرې
د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي وکیلان له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د بایډن د حکومت د ناکامې بهرنۍ تګلارې پیل بولي. آیا د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ به د افغانستان لپاره د امریکا د نوي حکومت تګلاره بدله شي؟
۲۱:۳۰ - ۲۲:۳۰