TV Schedule
ویرجینیا کې د افغانانو اسلامي مرکز - ژوند په امریکا کې
ددې اونۍ د "ژوند په امریکا کې" خپرونه کې فردرکسبرګ ښار ته ځو، چېرته چې افغانانو یو نوی اسلامي مرکز جوړ کړی دی. دا مرکز نه یوازې د پنځه وخته لمونځ لپاره دی، بلکې د روزنیزو او ټولنیزو فعالیتونو لپاره هم ځانګړی ځای دی. په خپرونه کې به د دې مرکز له بنسټګرو سره خبرې وکړو.
مجددي په کاکتوس+ کې: د افغانستان د وروستي پارلمان نیمايي غړي په فساد ککړ وو
د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی زلمی مجددي وايي د جمهوریت د دورې په پارلمان کې فساد موجود وو او د وروستۍ دورې نیمايي غړي په فساد ککړ وو.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه - ۳۰ دقیقې
ملګري ملتونه وايي افغانستان د بشري کړکیچ له پلوه په نړۍ کې تر سوډان وروسته دویم هیواد دی. د دېرش دقیقو په خپرونه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د استماعیه غونډې او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه بحث کتلای شئ.
روسیه: افغانستان کې ترهګرې ډلې د ټولنیزو شبکو له لارې وسلهوال جذبوي - سپینې خبرې
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي د امنیت شورا ته ویلي چې په افغانستان کې میشتې تروریستي ډلې په دوامدار ډول له بهر څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او په خپلو لیکو کې د وسله والو د جذبولو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي. د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی.
افغانستان کې د رسنیو په وضعیت د بې پولو خبریالانو د سازمان اندیښنه - نن او وضعیت
د بې پولې خبریالانو سازمان وایي، افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې په لسګونو درجې ټیټ شوی. دا سازمان زیاتوي چې طالبانو د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب د "مرګ زنګ" غږولی دی.