TV Schedule
د اسپانیا په ناسته کې د افغان ښځو غوښتنه: د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال د نن یکشنبې په خپرونه کې د افغانستان د ښځو پر وړاندې د روانو محدودیتونو او د نړیوالې ټولنې د اندیښنو په اړه د افغانستان میرمنو سره د اسپانوي چارواکو د لیدنې او ژمنو په موضوع د دوه میلمنو سره بحث شوی او د خپرونې په دویمه نیمایی کې یوه سپورتي مرکه هم خپریږي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د مودې غځېدو په اړه د طالبانو غبرګون – سپينې خبرې
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د مودې غځېدو په اړه ویلي چې دا کار به اغیزناک نه وي. د ملګرو ملتونو دا ډله په طالبانو او نورو هغو ډلو باندې چې د افغانستان سولې، ثبات او امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي، بندیزونه څاري. دا چې ددې ماموریت دوام به طالبانو ته څّه پایلې ولري، نن په همدې موضوع د سپینې خبري په خپرونه کې بحث کوو.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.