د اتصال په خپرونه کې د هند او طالبانو د اړیکو او په افغانستان کې د ترافیکي پیښو په اړه بحث شوی دی.
د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند ته نړیوال غبرګونونه، د امریکا د تلونکي ولسمشر وروستۍ وینا، په افغانستان کې د ښوونې او روزنې وضعیت، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل هغه اجرائيي فرمان تمدید کړ چې له مخې يې د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر کنګل شوي. پر افغانستان به ددې پریکړې اغیزې څه وي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د پاکستان د پوځ د مشر اصف منیر او پښتون ملتپاله مشرانو په غونډه او په دغه غونډه کې د افغانستان په موضوع د خبرو په اړه بحث شوی دی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰