په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د ایستلو پر څرنګوالي د ټرمپ نیوکې، د طالبانو د تګلارو په اړه اندېښنې، په افغانستان کې د مطالعې د ودې لپاره هڅې او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د یو شمیر هیوادونو استازو په ژنیو کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړي. دا غونډه څومره اغېزمنه ده؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰