TV Schedule
تابش فقيري، له کابل نه د واشنګټن تر اتلولۍ - ژوند په امریکا کې
دا اونۍ د "ژوند په امریکا کې" په خپرونه کې د افغان مسلکي سوک وهونکي تابش فقيري کیسه اورو، چې د امریکا مسلکي سیالیو ته یې لاره موندلې ده. له تابش سره د خبرو ترڅنګ د هغه له کورنۍ، دوستانو او مینه والو سره خبرې شوي چې د هغه د ملاتړ لپاره د هغه سیالۍ د کتلو لپاره راغلي وو.
حیدري په کاکتوس+ کې؛ په ډیپلوماتیک ډګر کې د افغانستان وضعیت
د کاکتوس+ ددې اونۍ په خپرونه کې د افغانستان له پخواني ډیپلومات محمد اشرف حیدري سره د نړیوالې ډیپلوماسۍ په ډګر کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې شوي دي.
د افغانستان په درسي نصاب کې د طالبانو بدلونونه - ۳۰ دقیقې
د رواداري په نوم د بشري حقونو بنسټ وایي چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د خپلې ایډیولوژۍ پر اساس د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې اساسي بدلونونه راوستي دي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه هم بحث کتلای شئ.
په افغانستان او پاکستان کې امنیتي وضعیت - سپینې خبرې
د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې د ناپیژاندو وسله والو لخوا په یو جومات کې د ملکي کسانو تر وژل کېدو وروسته د امنیتي وضعیت په اړه د خلکو اندیښنې زیاتې شوې دي. د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان او پاکستان کې د ناامنیو په پیښو او علتونو یې بحث کتلای شئ.