TV Schedule
اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال د نن یکشنبې د خپرونې په لومړۍ برخه کې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د چارواکو د څرګندونو پر حقیقت پوهېدلو لپاره تحلیلونه وړاندې کوو. همداشان طالبانو د تقاعد په برخه کې یو نوی فرمان خپور کړی دی چې د دې فرمان له مخې، د جمهوري نظام مامورین د تقاعد اخیستو مستحق ګڼل شوې دي.
د انساني قاچاقبرانو د نیولو فرمان – د اشنا د یکشنبې خپرونه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې به د انساني قاچاقبرانو د نیولو او نظامي محکمو کې محاکمه کولو په اړه د طالبانو د مشر فرمان جزییات، په امریکا کې د ټکنالوژۍ د ودې سره قانوني ستونزو ته د کتنې او په افغانستان کې د موسمي ناروغيو د زیاتیدلو په اړه راپورونه ګورئ.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.