TV Schedule
له افغانستانه تر امریکا: د پولیس افسر کیدو سفر
د ژوند په امریکا کې خپرونه کې له سلیم هوفیاني سره ځانګړې مرکه شوې چې د ویرجینیا ایالت د فیر فاکس ښار د پولیسو په اداره کې دنده ترسره کوي. ښاغلی سلیم د پولیس ځواک په چوکاټ کې خپلې دندې، تجربې، او ننګونو په اړه خبرې کوي او هغو کسانو ته مشورې وړاندې کوي چې غواړي په امریکا کې پولیس افسران شي.
اوغلي په کاکتوس+ کې: د خلکو له ملاتړ پرته حاکمیت سقوط کوي
په اوکراین کې د افغانستان پخوانی سفیر سردار محمد رحمان اوغلي د افغانستان راتلونکي ته هیله من دی او وايي سیاسي بدلونونه په چټکۍ سره پرمخ ځي او ټینګار کوي چې د خلکو له ملاتړ پرته حاکمیت سقوط کوي.
د پوهنې نړیواله ورځ؛ له طالبانو څخه د ملګرو ملتونو تازه غوښتنه - ۳۰ دقیقې
د پوهنې د نړیوالې ورځې سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا غوښتنه کړې چې طالبان دې د نجونو پر زده کړه محدودیت سمدستي پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته دې اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړي شي. نور جزئیات د دیرش دقیقو په خپرونه کې وګورئ.
د امریکا نوی حکومت او په افغانستان او سیمه اغیزې - حایل
د حایل په خپرونه کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ په امریکا کې د نوي حکومت د تګلارو او په سیمه او افغانستان باندې د ممکنه اغیزو په اړه د واشنګټن ملي دفاع پوهنتون د استاد علي احمد جلالي او د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخواني لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي سره بحث شوی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې ته د طالبانو غبرګون - نن او وضعیت
د جرمونو د نړیوالې محکمې یو څارنوال په افغانستان کې د میرمنو په وړاندې د پراخ تبعیض له امله د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندازه او د طالبانو د قاضي القضات د نیولو د امر غوښتنه کړی خو طالبانو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د یادې محکمې اعتبار ته زیان رسوي.