TV Schedule
تابش فقيري، له کابل نه د واشنګټن تر اتلولۍ - ژوند په امریکا کې
دا اونۍ د "ژوند په امریکا کې" په خپرونه کې د افغان مسلکي سوک وهونکي تابش فقيري کیسه اورو، چې د کابل له کوچنیو ورزشي مرکزونو څخه یې د امریکا مسلکي سیالیو ته لاره موندلې ده. موږ له تابش سره په تمریناتي مرکز کې یوځای شو، د هغه په زړه پورې سیالي مو له نږدې ولیدله، او له کورنۍ، دوستانو او مینه والو سره مو خبرې وکړې چې د هغه د ملاتړ لپاره د سیالي د کتلو لپاره راغلي وو.
محق په کاکتوس+ کې: افغانستان کې دین د ټولو ستونزو حل ګڼل کیږي
په مصر کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد محق وايي له دین څخه د ناسم او ساده برداشت له مخې، ځینې خلک د افغانستان د ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ستونزو حل په دین کې لټوي. محقق ټینګار کوي چې د افغانستان بحران اساسي فکر او حل لارې ته اړتیا لري.
د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګونونه - ۳۰ دقیقې
پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان په سرحدي سیمو کې د "پاکستاني اتباعو امنیت ته د ګواښ" د خنثا کولو په خاطر د "ترهګرو" پر ضد یې بریدونه کړې دي. طالبانو ګواښ کړی چې دا بریدونه بې ځوابه نه پریږدي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې د پاکستان د هوايي بریدونو د موضوع سربېره د افغانستان په لېرو پرتو سېمو او ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو پر نشتوالي هم بحث شوی دی.
افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې محدودیتونه - نن او وضعیت
د افغانستان د خبریالانو مرکز په تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغان خبریالانو او رسنیو ځپل لا سخت شوي او د تیر۲۰۲۳ کال په پرتله په کې اته فیصده زیاتوالی راغلی دی. په دې خپرونه کې په افغانستان کې په روغتیایي خدماتو، شته امکاناتو او د میرمنو پر طبي زده کړو د طالبانو په محدودیتونو بحث شوی.