د اتصال په خپرونه کې د رضاکارانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یو افغان رضاکار کیسه اورئ. د افغانستان د روغتیا په سکتور کې د میرمنو د کار په اړه د عامې روغتیا د پخواني وزیر وحید مجروح سره خبرې شوي دي.
په افغانستان کې په طبي څانګه کې د ښځو پر زدهکړه د طالبانو بندیز ته داخلي او نړیوال غبرګونونه، په سوریه کې تازه شخړې، د رضاکارانو نړیواله ورځ او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
نړیوال بانک ويلي د افغانستان اقتصاد له "ناڅرګند" راتلونکي سره مخامخ دی. په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو لاملونه څه دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
د نن او وضعیت په خپرونه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي محسن داوړ سره خبرې شوي دي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰