TV Schedule
۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹
طالبانو سره د روسیې د اړیکو نږدېوالی – د اتصال د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان لپاره د روسیې استازي ویلي، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او طالبانو دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي. پداسې حال کې چې د امریکا منتحب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان سره په مالي مرستو نیوکه کوي د روسې دا نږدي والي د څه لپاره دی؟ همدا شان په خپرونه کې امریکا ته په ځانګرو ویزو د افغانانو د لیږد د پروسې د تمدید په څرنګوالي هم لنډه کتنه شوې.
۱۹:۰۰ - ۱۹:۳۰
د پخواني ولسمشر جیمي کارتر سره د امریکاییانو مخه ښه – د اشنا د پنجشنبې خپرونه
د امریکاغږ اشنا د پنجشنبې په خبري خپرونه کې، د پخواني ولسمشر جیمي کارتر د جنازې دولتي مراسم، د لاس انجلس په تاریخ کې تر ټولو ویجاړونکی اور، د بایبل موزیم کې د بامیانو نه راوړل شوی کتاب او نورو سیمه اییز او نړیوالو موضوعاتو په اړه راپورونه لیدلای شئ.
۲۱:۳۰ - ۲۲:۳۰