د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پولیسو ته درې میاشتې مهلت ورکړی دی چې د امنیت په تامینولو او فساد ضد مبارزې کې ځانونه ثابت کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۱۳۷زره او ۶۳۰ قرنطین شوي رایې د اعتبار وړ اعلان کړې.
د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني اعلان وکړ چې د انس حقاني په گډون د طالبانو د ډلې درې مهم غړي د طالبانو له بند څخه د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کیدو په بدل کې خوشې کیږي. دغه دوه استادان په ٢٠١٦ کې طالبانو یرغمل کړي وو.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په سپارښتنه د رای ورکولو د څه دپاسه ٨٠٠٠ محلونو د رایو بیا شمیرنه پیل کړې ده او په همدې حال کې د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله ددغه بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.
چین هڅه کوي چې د طالبانو استازي او د افغانستان حکومت له یو بل سره د سولې خبرو اترو لپاره په یو میز راټول کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ٢٠١٩ کال د سپتمبر په ٢٨ وشول. د رپوټونو له مخې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښایي د اکتبر تر ١٩ پورې اعلان شي.
د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل. ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ (وږي ۱۶) په خپل ټویټر ولیکل چې دغه مذاکرات په کابل کې د طالبانو د وروستي برید په دلیل لغوه شوي.
په داسې حال کې چې شاوخوا څلور اونۍ د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته پاتې، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې طالبانو سره د سولې د موافقې په درشل کې دي.
امریکايي چارواکو او طالبانو هېله ښودلې ده چې د قطر په را روانو خبرو کې به یوې موافقې ته ورسيږي.
ولسمشر غني د کرکټ بورډ بل مشر عزیزالله فضلي هم له دندې لېرې کړ او پر ځای یې فرهان یوسفزی ګمارلی دی. د بورډ د مخکني مشر د لېرې کېدو علت معلوم نه دی.
د پاکستان حکومت ویلي چې د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د اغزن سیم لگولو او موانع ایجادولو امنیت ښه کړی او ترهگریز فعالیتونه یې کم کړي دي.
د افغانانو او طالبانو د استازو ترمنځ د قطر "بین الافغاني" غونډه د یو پریکړه لیک په صادرولو پای ته ورسیده. غونډې د تاوتریخوالیو په کمیدو او د ملکي وګړیو په مصونیت ټینګار کړی دی.
نور پورته کول