ټاکل شوې ده، چې د ملګروملتونو امنیت شورا غړي د سه شنبې په ورځ سپټمبر۲۶(تلې څلورم) په یوه غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د نویو ارزونو پراساس په یو راپور کې ویلي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په ۵۱ هیوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د سختې لوږې د حالت سره مخ دي، چې پنځلس میلیونه یې افغانان دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، چې ددغه هیواد په زندانونو کې شاوخوا شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.
په تیرو دوو کلونو کې یو شمېر افغانې نجونې له خپلو کورنیو سره پاکستان ته کډه شوي او د هغه هېواد په ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کې په زده کړه بوختې دي.
په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د «سوني اسلام» تطبیق په دغه هېواد کې د مذهب وضعیت نور هم خراب کړی دی.
سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان په ګډون په ټولې نړۍ کې په آزاده توګه د نجونو تعلیم او ژوند کولو د وړتیا د اهمیت په هکله ښکاره دریځ لري.
د افغانستان مقتدرو ښځوغورځنګ په نوم د افغان معترضو ښځو یو خوځښت په یوه اعلامیه کې په هدفي او مرموز ډول د ښځو د یو شمیر فعالانو په ګډون د افغان میرمنو وژلو باندې ژوره اندیښنه ښودلې د نړیوالې ټولنې اود بشرۍ حقونو نړیوالو ادارو څخه یې غوښتي، چې طالبان دې د خپلو کړنو پر وړاندې حساب ورکولو ته اړ کړي.
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په افغانستان کې د رسنیو د قانون په اړه د دوو کلونو ابهام او پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو وروسته، د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانستان د رسنیو د نوي قانون مسوده د خپل مشر د تائید دپاره وړاندې کړې ده.
یو شمیر پخوانیو ښځینه پوځیانو چې په پخواني رژیم کې يې د افغانستان په امنیتي ځواکونوپه تشکیلاتو کې کار کړی وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند یې له ستونزو اندیښنو ډک دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، چې طالبانو حکومت د ایران د تسنیم خبري اژانس یو عکاس محمدحسین ولایتي نیولی دي.
د افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ وايي، چې طالبانو د یکشنبې په ماښام ددغه غورځنګ اته تنه غړې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې د ساتلو وروسته بیرته خوشې کړي دي.
نور پورته کول