د متحدو ایالتونو چارواکو له امنیتي پېښو پرته د امریکا په ګډ کوربه توب د فوټبال نړیوال جام پای ته رسېدل، ستر بریالیتوب بللی دی. دغه جام د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې د هسپانیې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
هسپانیې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي وګټله.
د فیفا مربي علي عسکر لعلي د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې د دواړو لوبډلو لپاره د اړتیا وړ تکتیکونه او کړنلارې واضح کړي دي.
د فوټبال نړیوال جام د اتلولۍ لپاره د ارجنټاین او هسپانیا پایلوبه، د طلايي بوټ او دستکشې د ګټلو لپاره سیالۍ او نور څېړنیز بحثونه په دې خپرونه کې وګورئ.
د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام کې د هسپانیا او ارجنټاین ترمنځ د پایلوبې وړاندې، انګلنډ او فرانسه د دریم مقام د ګټلو لپاره میدان ته وځي.
د فوټبال نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د انګلنډ په وړاندې د ارجنټاین له بري وروسته، ارجنټایني مینه وال د نیویارک ښار په ټایمز څلورلاري کې راټول شوي وو او د خپل بري په ویاړ یې سندرې ویلې.
فرانسوي مینهوال د جام په نیمه پایلوبه کې د خپلې لوبډلې د لوبېدو په ویاړ د ډالاس ښار په مرکزي برخه کې راټول شوي وو.
د فرانسې او هسپانیې ټیمونه د فوټبال نړیوال جام د لومړنۍ نیمه پایلوبې لپاره سبا د جولای ۱۴مه میدان ته وځي.
د ۲۰۲۶ د فوټبال په نړیوال جام کې متحده ایالتونه د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ورسېده. له کاناډا او مکسیکو سره د جام ګډ کوربه توب په امریکا کې د فوټبال د شهرت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
په نیویارک کې د فوټبال د لوبې روزونکي ابراهیم مشرقي سره د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د حیرانوونکو ټیمونو او لوبو په اړه بحث شوی دی.
په دې خپرونه کې د نړیوال جام وروستي راپورونه او خبرونه، او همدارنګه د دې سیالیو په اړه شننې، مرکې او نور په زړه پورې مطالب تعقیب کړئ.
د فوټبال نړیوال جام د لوبو د نږدې یوې میاشتې له تیرېدو سره ، د اتو غوره لوبډلو ترمنځ په سیالیو کې د نړیوال جام د ګټلو ترڅنګ د ترټولو غوره ګول وهونکي د جایزې لپاره هم سیالي خورا توده شوې ده.
نور پورته کول