د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی جیمز ډابنز مړ شو


جیمز ډابنز
جیمز ډابنز

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو مخکنی ځانګړی استازی جیمز ډابنز په ۸۱ کلنۍ کې مړ شو.

جیمز ډابنز د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو لومړی ځانګړی استازی او د ۲۰۰۱ د سپتمر د نهمې نېټې له ترهګریزو بریدونو څخه وروسته د طالبانو ضد اپوزیسون لپاره د بش د ادارې ځانګړی استازی و.

جیمز ډابنز د سه شنبې په ورځ جولاۍ درېیمه (سرطان۱۲) مړ شوی، خو په واشنګټن کې د رند تحقیقاتي ادارې د چهارشنبې په ورځ د هغه د مړینې رسمي خبر خپور کړی.

د سیاسي چارو دغه کارپوه او مجرب دپلومات له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د رنډ ادارې د امنیت او دفاعي پالیسۍ د نړیوال مرکز مشر هم و.

رنډ په خپل ویسایټ کې لیکلي دي چې جیمز ډابنز د امریکا بېلا بېلو ولسمشرانو سره د نړیوالو بحرانونو په اداره کولو کې کار کړی دی. هغه همدغه راز د بارک اوباما د جمهوري ریاست په مهال د امریکا لپاره د افغانستان او پاکستان ځانګړی استازی هم و.

نوموړي د ۲۰۰۱ د سپتمبر له پېښې وروسته د افغانستان لپاره د بن په کنفرانس کې هم مهم رول ولوبوه چې په اساس یې حامد کرزی د افغانستان انتقالي ولسمشر وټاکل شو.

جیمز ډابنز د ۲۰۰۱ د ډسمبر په ۱۶ نېټه په کابل کې د امریکا سفارت هم پرانیست.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو بل پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د جیمز ډوابنز مړینه لویه ضایعه بللې ده او ویلي دي چې هغه یو عالي امریکايي دپلومات و.

جیمز ډابنز د نړیوالو چارو د کارپوه په توګه له امریکا غږ او نورو رسنیو سره په بحثونو کې هم برخه اخیسته او مرکې یې کولې.

نوموړي همدغه راز دا جنجالي بحثونه پیل کړل چې ایا له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي که نه. جیمز ډابنز د طالبانو د پنځو کسانو سره د امریکايي سرتېري بو بیرګدال په جنجالي تبادلې کې هم دخېل و.

هغه په اروپا او ځینو نورو هېوادونو کې هم د دپلومات په توګه دندې ترسره کړې دي. ډابنز د جورج ډبلیو بوش، بل کلنټن او بارک اوباما په حکومتونو کې په کوزوو، بوسنیا، هایتي او سومالیا کې هم د دپلومات په توګه دندې ترسره کړې دي.

جیمز ډابنز د «بهرني ‌خدمات: پنځه لسیزې د امریکايي دپلوماسې په لومړۍ کرښې کې» د خاطراتو د کتاب او د طالبانو څخه وروسته «په افغانستان کې ملت جوړونه» د کتاب لیکوال هم دی.

نوموړی په ۱۹۴۲ کال کې په نیویارک کې زېږېدلی و او په فلپین کې یې د پلار د کار له کبله په لس کلنۍ کې هغه هېواد ته ولاړ. هغه بیا په ۱۹۶۳ کال کې د جورج ټاون پوهنتون د بهرنیو خدمتونو له څانګې څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. جیمز ډابنز څه موده د امریکا د متحدو ایالتونو د بحري ځواکونو په لیکو کې خدمت هم کړی و.

XS
SM
MD
LG