د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې د دوو افغان فلمونو ننداره


په لندن کې د افغان فلمونو ننداره
په لندن کې د افغان فلمونو ننداره

د لندن د هارو سیمې په رایل باختر تالار کې د اپرېل پر ۱۴مه (حمل۲۶) دوه واړه افغان فلمونه 'قصاب' او 'د قصاب راستنېدل' نندارې ته وړاندې کړل شول چې لیدو ته یې په یو شمېر خلک ورغلي وو.

د کمې بودیجې د دې دواړو فلمونو مرکزي رول او فلمسازي حکیم جان کړې، چې موضوع یې لوېدیزو هېوادونو ته د افغانانو له قاچاقي لارو وړل او هلته د هغوی پر ستونزو راڅرخېده.

د فلمونو د نندارې ترڅنګ افغان فلمي صنعت ته د ورپېښو ننګونو په باب هم ځینې ویناګانې وشوې. پر دې مهال ځینو ویل، چې بهر میشتي شتمن افغانان کولای شي چې افغان فلمي صنعت له ورکېدو وژغوري.

یوه مدني او سیاسي فعال شېراعظم په خپلو څرګندونو کې وویل، په کار ده چې په لندن کې یوه داسې اداره جوړه شي چې د افغان فلمي صنعت د ودې لپاره کار وکړی، د نوموړي په وینا چې فلمونه له وطن سره د پیوستون او مینې ساتلو یوه بهترینه وسیله ده او دا صنعت باید چې په پښو ودرول شي.

د فلمونو په باب د منتقدینو وینا وه چې د کوچنۍ بودیجې دا واړه فلمونه د افغانانو لپاره لوی پیغامونه لري چې هغوی د کډوالۍ پر مهال څومره زیاتو مشکلات ګالي. خو د افغان فلمونو ډایرېکټر او فلسماز یوسف رویان په خپلو څرګندونو کې د فلم ستوري حکیم جان او د هغه د فلمونو په باب وویل، په دومره لږ لګښت دومره زیات معیاري کار په ریښتیا هم د ستایلو دی.

هغه زیاته کړه: «له فلمبندۍ داسې نه ښکاري چې دا دې یو افغان فلم وي، بلکې یو بهرنی فلم ښکاري. »

حکیم جان چې بېګا شپه یې دوه فلمونه نندارې ته وړاندې کړل، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، هڅه کوي چې د خپل هېواد د ولسونو ناخوالې په فلمونو کې انځور کړي، خو دا هرڅه پانګې ته اړتیا لري، او په انفرادي توګه چې یې څه وس وو، نور یې په کمېدو دی.

ده وویل: «په افغانستان کې مو فلمي صنعت په ټپه ولاړ دی، سېنیماګانې بندې دي، په خارج مو دومره څوک همکاري نه کوي. » هغه زیاته کړه: «تاسو ولیدل چې نننۍ فلمي ننداره مو خپلو افغانانو ته وړیا وړاندې کړه، زموږ فلمي صنعت تجارت نه لري، پیسې پکې نه راټولېږي. »

د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د یوه فلم په جوړولو خو پیسې او وخت لګېږي نو بیا یې ولې خلکو ته وړیا وړاندې کوي؟ نو د حکیم جان ځواب دا وو، موخه یې دا ده چې خپل وطنداران په خپلو ملي هنرونو راټول کړي، پر دې دومره پیسې نه لګېږي خو د خلکو د راټولو یوه بهترینه وسیله ده. د همدې نندارې په پلمه افغان هنرمندان خپله ذهن سازي کوي، د سېنیما ژوندي ساتلو هڅه کوي چې خلک خپلو افغاني فلمونو کتو ته راشي.

حکیم جان وايي، فلمي صنعت د کلتور، تاریخ، موسیقۍ، نڅا او انځورګرۍ په ګډون د ګڼو نورو هنرونو د خوندي ساتلو یو د تر ټولو غوره څانګه ده. نوموړي تر ۱۲ زیاتو فلمونو کې کار کړی دی.

نوموړی وړاندې په لندن کې اوسېدلی خو نږدې اته کاله کېږي چې کاناډا ته کډه شوی دی.

حکیم جان دا مهال د نړۍ یوشمېر هېوادونو ته سفرونه لري چې د فلم مېنوالو ته خپل دوه فلمونو قصاب او بازګشت قصاب نندارې ته وړاندې کړي. او وايي د دې نندارې پر مهال په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او د ښخو د کار لپاره هم خپل غږ پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG