د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت: افغانستان تیر کال ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړي


افغانستان کې د جلغوزیو د پاکولو پروسه
افغانستان کې د جلغوزیو د پاکولو پروسه

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په تیر لمریز کال کې بهرنیو هیوادونو ته د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړي دي.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د اپریل په ۱۷ (وري ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې تیر لمریز کال کې تر ټولو ډیرې جلغوزې چین ته صادر شوي دي.

ښاغلي جواد وویل: " د تیر ۱۴۰۲ لمریزکال په اوږدو کې په مجموعي ډول ۲۵۲۳ ټنه تور جلغوزي د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت چین، هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او د امریکا متحده ایالاتو ته صادر شوي دي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې بهرنیو هیوادونو ته د جلغوزو په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. ددغې خونې چارواکي وايي چې د افغانستان د داخلي تولیداتو د کچې د لوړیدو لپاره افغان سوداګر په ځانګړي ډول د هوايي ترانسپورټ په برخه کې مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

دا سوداګر وايي چې په تیر حکومت کې ورته د هوايي دهلیزونو له لارې د مالونو په انتقال کې یوه اندازه سبسیډي ورکول کیدله چې له امله یې د جلغوزو په ګډون د افغانستان داخلي تولیدات په اسانۍ سره د سیمې د هیوادونو بازارونو عرضه کیدل، چې اوس د افغان سوداګرو سره دا ډول سهولتونه ډیر کم شوي دي.

د اقتصادي چارو یو کارپوه نازکمیر زیارمل وايي چې افغانستان د جلغوزو د سوداګرۍ په برخه کې ډیره اتکا د چین په بازار کړې په داسې حال کې چې د افغانستان جلغوزي د ښه کیفیت له امله د نړۍ په نورو بازارونو کې هم ښه شهرت لري.

ښاغلي زیارمل وویل:" پر افغانستان باندې چې نړیوال بندیزونه ولګول شو، ددغو بندیزونو له امله مونږ ونشو کولی چې د نړۍ نورو هیوادونو خصوصآ هغو هیوادونو ته چې د افغانستان د جلغوزو لپاره ښه مارکیټ و او تقاضا لوړه وه صادر کړو... یوازې مونږ په چین باندې اتکا وکړه."

د بلې خوا د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د ۱۴۰۲ لمریز کال د کب د میاشتې د افغانستان د صادراتو او وارداتو اړوند شمیرنې ښيي چې په دغه موده کې ددغه هیواد صادرات ۱۴۱.۱ میلیون ډالرو او واردات ۷۸۹.۶ میلیونه ډالر وو.

ددغه مرکز معلومات ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته شوي دي.

د طاالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزات ویلي چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د ۱.۸ میلیاردو ډالرو څخه زیات توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG