د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هند د بحري ځواکونو یو افسر په مرګ محکوم کړ


تراوسه هندي چارواکو د پاکستان د دغه اقدام په اړه څه نه دي ویلي
تراوسه هندي چارواکو د پاکستان د دغه اقدام په اړه څه نه دي ویلي

پاکستاني چارواکي وایي د هند د بحري ځواکونو هغه افسر یې په اعدام محکوم کړ چې د ادعا له مخې یې په پاکستان کې د هند لپاره جاسوسي کوله او ګډوډیو ته یې لمن وهله.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل ګلبشان جادف چې د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې نیول شوی و، اوس یوې پوځي محکمې په مرګ محکوم کړ.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د هغه د اعدام حکم امضا کړی دی.

پاکستاني چارواکي وایي ښاغلی جادف د هند د استخباراتو مامور و چې د بلوچستان په ایالت او د کراچۍ په بندر کې یې ترهګریزو فعالیتونو ته لمن وهله او په دې برخه کې یې له خلکو سره مالي مرستې هم کولې.

بلوچستان د پاکستان یوه ناارامه ایالت دی او دغلته ځیني بلوچ ملتپاله ډلې ځان ته جلا ایالت او له پاکستان څخه بیلتون غواړي.

د راپورونو له مخې د بلوچستان د کوټې په ښار کې د طالبانو د کوټې شورا هم فعاله ده چې په افغانستان کې بریدونه تنظیموي، خو پاکستان دا تور نه مني.

پاکستاني چارواکو د جادف له نیول کېدو وروسته د هغه یوه ویډیو خپره کړه چې هغه په کې پاکستان کې ناامنیو د پارولو او د پاکستان په ناقراره کولو اعتراف کوي.

خو اسوشیتډپرس وايي معلومه نه ده چې دغه هندي په زوره اعتراف کړی که په رضا. تر اوسه هندي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

هند او پاکستان له کلونو راهېسې له یو بل سره د کشمیر پر سر لانجه لري او کله ناکله د پولې په اوږدو کې او سمندر کې د یو بل وګړي نیسي چې ځینې یې بیا په جاسوسۍ تورنیږي او محکومیږي.

XS
SM
MD
LG