د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو هلمندی خبریال میوند مېړنی خوشي کړ


میوند مېړنی
میوند مېړنی

میوند مېړنی په هلمند کي د سباوون په نوم راډیو تلویزیون خبریال و، چي وړمه ورځ د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د وسله والو طالبانو له لوري ونیول شو.

دغه هلمندی خبریال د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په هڅو وسله والو طالبانو خوشي کړی دی.

په جنوب کي د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل احمد لودین وايي چي په دې برخه کي طالب ویاندویانو زیاته همکاري وکړه.

لودین په هلمند کي د وروستي امنیتي وضعیت له امله خبریالانو ته پر متوجه ګواښونو اندېښنه ښيي.

دا په داسي حال کي ده، چي دوې ورځي وړاندي د هلمند مرکز لښکرګاه کي ۱۰ راډیوګانو او ۴ ټلویزیونو د نا امنۍ له امله خپل فعالیت درولی و.

هغه مهال په جنوب کي د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر احمد لودین وویل، د دغه رسنیو د کارمندانو او خبریالانو امنیت له ګواښ سره مخ دی، چي په خبره یې په دې اړه جدي اندېښنې را ولاړي شوي دي او دا د رسنیو په وړاندي یو خطرناکه ګواښ دی.

ښاغلی لودین وايي چي د جګړې دواړه لوري دي د رسنیو او خبریالانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د نوموړي په وینا چي رسنۍ او خبریالان بې طرفه دي او که خدای مه کړه کوم تاوان ورته پېښ شي مسؤلیت یې د جګړې دواړو خواوو ته راجع کیږي.

له تیري اونۍ راهیسي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

همدا اوس د لښکرګاه ښار په بېلابیلو مرکزي سیمو کي تونده جګړه روانه ده چي د جنګ دواړه غاړي یو بل ته د درنې مرګ ژوبلي اړولو ادعاوي کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG