د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی سیاستوال الطاف حسین په لندن کې ونیول شو


په لندن کې پولیسو د پاکستان د کراچۍ ښار د سیاسي گوند ایم کیو ایم یا متحده قومي تحریک مشر الطاف حسین نیولی دی.

الطاف حسین چې د ډیرې مودې راهیسې په لندن کې د جلاوطنۍ ژوند کوي، پولیسو نیولی دی.

د امریکاغږ اردو څانگې چې کله د لندن د پولیسو نه د هغه د نیول کیدو په اړه وپوښتل نو هغوی ورته یوازې دا تائیده کړه چې یو ٦٠ کلن شخص نیول شویدی. په لندن کې د ایم کیو ایم یو غړي بیا امریکاغږ ته د الطاف حسین نیول تائید کړیدي.

د لندن پولیسو ویلي دي چې دغه کس یې د ځینو لانجمنو ویناگانو په اړه نیولی دی. د یادونې وړ ده چې ایم کیو ایم چې په کراچۍ کې د مهاجرو سیاسي گوند گڼل کیده، د تیرو څو کلونو راهیسې په څو برخو کې ویشل شویدی او پخپله په الطاف حسین د هغه نه وروسته د وینا بندیزونه لگول شویدي چې د پاکستان د پوځ ضد ځینې ویناگانې وکړی.

د الطاف حسین برسیره په پاکستان کې نور سیاسي مشران هم نیول شوي

په پاکستان کې پولیسو پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او د پنجاب د پخواني وزیراعلی شهبازشریف مشر زوی حمزه شریف هم نیولي دي. په دغو دواړو د پیسو د قاچاق تورونه دي چې هغوي یې ردوي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د پارلمان غړي محسن داوړ او علي وزیر هم د تیرو دوو اونیو نه په بند کې دي. په هغوی د یوې امنیتې پوستې باندې د حملې تور لگول شویدی چې هغوي رد کړیدی او وایي چې امنیتي عسکرو د هغو په پلویانو په برید کې ١۴ تنه وژلې دي.

په پاکستان کې دننه او د باندې د حکومت د سیاسي مخالفه گوندونو مشران په داسې وخت کې نیول کیږي چې حکومت د خراب اقتصادي له کبله د بحران سره مخ دی.

د حکومت د سیاسي مخالفه پیپلزگوند مشر بلاول بهټو د سیاسي مشرانو د نیولو نه وروسته په پارلمان کې په یوې وینا کې په عمران خان سختې نیوکې کړیدي او ویلي یې دي چې خان هغه څه کوي چې پوځ یې غواړي.

بلاول د محسن داوړ او علي وزیر په شمول د نیول شوو سیاسي مشرانو پارلمان ته د حاضرولو غوښتنه کړیده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG