د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د زراعت لپاره د اوبو له کمښت سره مخامخ دی


چارواکي وايي د پاکستان په شمالي غرنیو سیمو کې د لږ واورې ورېدو له کبله د سند او جهلم په سیندونو کې اوبه کمې شوي دي.
چارواکي وايي د پاکستان په شمالي غرنیو سیمو کې د لږ واورې ورېدو له کبله د سند او جهلم په سیندونو کې اوبه کمې شوي دي.

د پاکستان د اوبو لګولو چارواکو د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳ (وري ۱۵) وویل چې د وریجو او پنبې د کرلو د وخت په رارسېدو سره دغه هېواد د ۳۰ سلنې اوبو له کمښت سره مخامخ دی.

د سند د سیند د تنظیم ادارې ویلي چې د پاکستان په شمالي غرنیو سیمو کې د لږ واورې د ورېدو له کبله د سند او جهلم په سیندونو کې اوبه کمې شوي دي.

په پاکستان کې زراعت پر دغو دوو سیندونو باندې تکیه لري.

وریجې، جوار، ګني او پنبه د اپریل په میاشت کې کرل کیږي او زیاتو اوبو ته اړتیا لري.

د سند د سیند د تنظیم مرستیال محمد اعظم خان وویل: "د اقلیم د بدلون په نتیجه کې له معمول څخه کمه واوره شوې او د هېواد پر یخچالونو یې اغېزه کړې ده. دا به په اوړي کې پر زراعتي فصلونو او د اوبو په شتون مستقیمه اغیزه ولري."

د سند د سیند د تنظیم اداره ددغه سیند په اوږدو کې د اوبو لګولو مسئولیت په غاړه لري.

تمه کیږي چې ددې فصل په وروستیو کې د موسمي (مونسون) بارانونو په نتیجه کې د اوبو د کمښت ستونزه تر یو حده حل شي.

خو د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د مونسون په موسم کې د تودوخې د لوړې کچې وړاندوینه کړې، چې له امله یې د بارانونو کېدو په اړه بې باوري زیاته شوې ده.

زراعت د پاکستان د اقتصاد تر ټولو لوی سکتور دی، چې د دې هېواد د ناخالصو تولیداتو ۲۴ سلنه جوړوي. خو پر پاکستان باندې د اوبو لګولو د ناسم مدیریت تور دی.

محمد اعظم خان وویل: "د اوبو اوسنی کمښت به چارواکي اړ باسي چې په خپل واک کې اوبه په سمه توګه مدیریت کړي."

پاکستان د نړۍ پنځم لوی هیواد دی چې لږ تر لږه ۲۵۰ میلیون نفوس لري او د اقلیم د بدلون له امله اغېزمن بلل کیږي.

په ۲۰۲۲ کال کې سیلابونو د پاکستان یو پر درې برخه له اوبو لاندې کړه، ۳۰ میلیونه پاکستانیان اغېزمن شول او په ځانګړي ډول د پنبې حاصلاتو ته سخت زیان ورسېد.

ساینسپوهانو دغه سیلابونه د اقلیم له بدلون سره تړلي بللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG