د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو پر وړاندې د کورنیو نه مرسته خواشینوونکې ده؛ روغتیایي چارواکي


آرشیف
آرشیف

روغتیايي چارواکي وايي چې په ډیرو سیمو کې کورنۍ د پولیو پر وړاندې مبارزه کې په بشپړه توګه ونډه نه اخلي، بې غوري کوي او تر ډېره د ماشومانو واکسین کولو ته لېوالتیا هم نه ښیي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو پر وړاندې د مبارزې د عامه پوهاوي مسوول مرجان راسخ وایي چې د کورنیو ونډه د پولیو پر وړاندې مبارزه کې خورا اړینه ده او د هغوی نه ګډون پر ګوزڼ د ماشومانو د اخته کېدو لامل ګرځي.

ښاغلی راسخ له کورنیو غواړي چې د واکسین په هره دوره کې خپل ماشومان واکسین کړي او واکسیناتورانو سره دې هم د واکسین په سم پلي کېدو کې مرسته وکړي.

د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د کورنیو نه مرسته خواشینوونکې ده؛ روغتیایي چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

نوموړی وایي په کومو سیمو کې چې کورنۍ د ماشومانو په واکسین کولو کې له دوی سره مرسته کوي، هغو سیمو کې د پولیو پېښې یا لږې دي او یا هم تر اوسه ندي ثبت شوي.

هغه وویل: "... د پولیو پر ضد مبارزه کې د خلکو ونډه په تېره بیا د میندو او پلرونو ښکیلتیا ډېره مهمه ده، ځکه پولیو ویروس دا مهال په یوه ټولنیزه ستونزه بدله شوې ده."

د هغه په وینا، امنیتي ستونزې، د کورنیو بې غوري او یو شمېر نورو ننګونو له امله ماشومان له واکسینه بې برخې پاتې کېږي.

په افغانستان کې د یونیسف اداره هم د پولیو په له منځه وړلو کې د خلکو پر مرستې ټینګار کوي او له خلکو غواړي چې د واکسین په هره دوره کې دې واکسیناتورانو سره مرستې وکړي.

په یونیسف کې د پولیو برخې د اړیکو مسوول، کمال شاه په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "... د پولیو له مینځه وړلو پروګرام کې د خلکو ونډه ډېره مهمه ده، که خلک پوره همکاري وکړي او هر کمپاین کې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي نو زموږ هدف ته رسېدل به لرې خبره نه وي".

پر همدې حال په ختیځو ولایتونو کې عام خلک هم د پولیو پر وړاندې مبارزه کې د کورنیو د ونډې پر ډېرښت ټینګار کوي او د هغوی له مرستې پرته د پولیو ناروغۍ له منځه وړل ناشونی بولي.

وسیم کوټوال، د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی په دې هکله وايي: "... د پولیو پرضد مبارزه کې د کورنیو ونډه ډېره ارزښتمنه ده، په افغاني ټولنه کې ډېری کورنۍ نه غواړي په بېلابېلو نومونو خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي".

نوموړی زیاتوي، که چېرته کورنیو ته لازم عامه پوهاوی ترسره نه شي، ممکن ډېری ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې برخې پاتې شي.

په ختیځو ولایتونو کې لږ شمېر ماشومان تر ډېره په هغو سیمو کې د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې کېږي چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې د کورنیو ونډه کمزورې ده او خپل ماشومان د واکسین په هره دوره کې نه واکسینوي.

XS
SM
MD
LG