د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو د ښځینه واکسیناتورانو وژنې ته د ننګرهار د میرمنو غبرګون


ننګرهار کې د ګوزڼ کمپاین د لږ ځنډ وروسته بیا پیل شو
ننګرهار کې د ګوزڼ کمپاین د لږ ځنډ وروسته بیا پیل شو

په ننګرهار کې مېرمنې پر امنیتي ننګونو سربېره ماشومانو ته د پولیو واکسین پر سم پلي کولو او خلکو ته په عامه پوهاوی کې د ښځو په رول ټینګار کوي.

سره له دې چې د تېرې سه شنبې پر ورځ په ټول ننګرهار کې د دریو واکسیناتورانو د وژنې په غبرګون د پولیو واکسین کول ځنډېدلي وو ، خو ددې ولایت یو شمیر مېرمنې وایي چې امنیتي ننګونې د دوی د مبارزې مخه نیولی نه شي.

دوی وایي چې د ماشومانو د ښې راتلونکې په موخه غواړي د پولیو ناروغي په بشپړه له منځه وړلو کې فعاله ونډه واخلي او د ننګرهار ټول ماشومان د پولیو ضد واکسین کړي.

دوی وایي د تېرې سه شنبې پر پېښه چې درې ښځینه واکسیناتورانې په کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل شوې، خواشیني دي، خو هوډ له لاسه نه ورکوي.

یو شمیر میرمنې وایي غواړي په افتخاري توګه واکسیناتورانو سره مرستې وکړي او کورنیو ته د واکسین د ګټو او د پولیو ناروغۍ د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې میرمن پروین، وايي: "... که څه هم موږ د دریو تنو واکسیناتورانو شهادت دردولي یوو، خو موږ نه تسلیمېږو، غواړو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو او د ماشومانو ژوند وژغورو."

مولوده، د دې ولایت بله اوسېدونکې په دې هکله وايي: "... د دریو واکسیناتورانو وژل په جلال آباد ښار کې هیڅکله موږ نه شي بې همته کولای او نه غواړو په شا لاړ شوو، بلکې مخ پر وړاندې ځو او د ماشومانو راتلونکی موږ د پولیو واکسین په واسطه ژغورو."

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت اداره وایي چې دوی د وروستیو ګواښونو له امله د پولیو واکسین په روان کمپاین کې د ښځینه کارکوونکو پرځای یې په پاتې دوو ورځو کې نارینه واکسیناتوران ګمارلي دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر داکټر جان محمد صاحبزاده امریکا غږ ته په دې تړاو وویل: " موږ چې د ساحې همکارانو سره تلیفوني او مخامخ خبرې وکړې، د ټولو روحیات لوړ وو او ژمنتیا یې لوړه وه، حتا دې ته آماده وې چې دوی په سبا کار پیل او خپل کار ته دوام ورکړي."

هغه زیاته کړه: "خو د وزارت د رهبرۍ ټیم لخوا د ولایت په همږۍ سره لازم تصمیم دا ونیول شو چې ښځینه همکارانې به په دې کمپاین کې برخه نه اخلي او د هغوی پرځای به نارینه د هغوی کارونه مخ ته وړي."

د تېرې سې شنبې پر ورځ د جلال آباد ښار په دوو ناحیو کې د پولیو درې تنه ښځینه واکسیناتورانې د ناڅرګندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شوې چې لا تر دې دمه د پېښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د دې پېښې په غبرګون د چهارشنبې پر ورځ په ټول ننګرهار کې د پولیو واکسین کول ځنډول شوي وو.

XS
SM
MD
LG