د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د لاټري مشهوره جایزه ۹۷۵ میلیون ډالرو ته ورسیدله


د پاور بال لاټري
د پاور بال لاټري

د متحده ایالاتو د پاوربال په نامه د لاټري مشهوره جایزه د یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۲) وروسته له هغه ۹۷۵ میلیون ډالرو ته لوړه شوه چې د شنبې د شپې په قرعه کشۍ کې هیچا ونه ګټله.

ددغې مشهورې لاټرۍ قرعه کشۍ په اونۍ کې دوه ځلې ترسره کېږي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې هیچا د هغه ممتازه جایزه نه ده ګټلې او له همدې امله هره اوونۍ د دې جایزې د پیسو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ یو بختور کس د ۸۴۲.۴ میلیون ډالرو پاوربال جایزه ګټلې وه.

ددې لاټري د ممتازې جایزې ګټونکی کولی شي ټولې پیسې په ۳۰ کلن قسطونو کې ترلاسه کړي او یا د لوی مالیې له ورکولو وروسته نږدې ۴۷۲ میلیون ډالر نغدي پیسې واخلي.

په امریکا کې هرڅومره چې د لاټري ممتازه جایزه لوړیږي، په هماغه اندازه یې د پیرودونکو شمیر زیاتیږي او همدارنګه د ګټلو چانس یې خورا ستونزمن کیږي. د شنبې د شپې په لاټري کې، د ګټلو چانس یو د ۲۹۲.۲ میلیون په نسبت و.

یو کس، چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، د سه شنبې په ماښام مارچ ۲۶ (وري ۷) د میګا میلیون په نامه د یوې بلې لاټرۍ د ۱.۱۳ میلیارد ډالرو جایزه وګټله. د دې لاټرۍ جایزه ځکه دې کچې ته رسیدلې وه چې د نومبر راهیسې هیچا نه وه ګټلې.

د متحده ایالاتو د لاټرۍ په تاریخ کې د پاوربال لاټرۍ ترټولو لویه ممتازه جایزه د ۲.۰۴میلیارد ډالرو وه چې یو کس دوه کاله مخکې د کالیفورنیا په ایالت کې وګټله.

په ډیرو مواردو کې د لاټري د ګټونکي نوم او مشخصات د ګټونکي په غوښتنه نه افشا کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG