د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر غونډې د ملکي وگړو په مصونیت او د تاوتریخوالي په کمولو ټینگار وکړ


د افغانستان د سولې په اړه د جرمني او قطر په کوربتوب د افغانانو او طالبانو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه د یوې گډې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسیده.

د قطر د غونډې په اته ماده ایزه قطعنامه کې د افغانستان په جگړو کې د ښکیلو اړخونو نه غوښتل شوي د جگړې د ختمیدو او د سولې لپاره باید د اعتماد فضا رامنځته شي او سپین ږیري، معیوبه او ناروغه بندیان دې پرته د کومه شرطه خوشي شي.

پدغه غونډه کې شاوخوا ٦٠ تنو افغان سیاسي، جهادي څیرو، پخوانیو دولتي مقاماتو او یو شمیر اوسنیو چارواکو، د سولې د عالي شورا، ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او رسنیو استازو برخه اخیستې وه.

په دې گډې قطعنامې کې گډونکونکو د ملگرو ملتونو، د امریکا، جرمني او د قطر د هڅو نه مننه کړیده چې د غونډې په جوړولو کې یې ورسره مرستې کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د دیني مرکزونو، روغتونونو، بازارانو، د اوبو د بندونو، کارخانو او په ځانگړي توگه د تعلیمي بنسټونو د امنیت تضمین دې وشي.

اعلامیه د ښځو او د اقلیتونو د حقونو په اړه ویلي دي چې دغه باید د اسلامي اصولو سره سم تضمین شي. اعلامیه زیاتوي "د اسلامي اصولو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقوقو ‌‌‌ او همدارنګه دمذهبي اقیلتونو ډاډ دې ورکړل شي"

د غونډې گډونکونکو پدی موافقه کړیده چې په ټول هیواد کې د یوې دوامدارې سولې ټینگښت د افغانانو اصلي غوښتنه ده.

د غونډې گډونوالو د هر ډول مشکلاتو د لیرې کولو لپاره د خبرو په دوام ټینگار کړیدی.

گډونکونو په یو اتفاق د اسلامي کنفرانس، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا, اروپایي ټولنې او د ټولو گاونډیو ملکونو نه غوښتي چې د سولې په اړه دې د بین الافغاني غونډې د پریکړو تائید او ملاتړ وکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG