د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپور ارزونه کوي


ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال ویل چې په دغه هیواد کې د طالبانو د اقداماتو له امله ښځې او نجونې له عام ژوند څخه څنډې ته شوي دي.
ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال ویل چې په دغه هیواد کې د طالبانو د اقداماتو له امله ښځې او نجونې له عام ژوند څخه څنډې ته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي چې ددغې شورا د ارزونې کاري نوبتې ډله په پام کې لري چې راتلوونکی اونۍ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ددغې شورا راپور وارزوي.

دغې شورا د ایکس په پاڼه په یو پیغام کې ویلي چې ټاکل شوې ددې شورا له خوا دا ارزونه به د را روانې دوشنبې په ورځ، اپریل ۲۹مه نېټه ترسره شي.

په ورته وخت کې په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ ویلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د سیستم یو نه بیلیدونکی جز دی. دغې استازولۍ ټینګار کړی چې د بشري حقونو ته د افغانانو پابندي په افغانستان کې سولې او ثبات د ټینګیدو په برخه کې یو اساس دی.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې څخه د مارچ د میاشتې تر پنځمې نېټې پورې د دغې شورا د ۵۵مې غونډې د پیلیدوپر مهال په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه کړې وه.

ریچارډ بنیټ ددغې شورا ۵۵مې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په تړاو د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال ویل چې په دغه هیواد کې د طالبانو د اقداماتو له امله ښځې او نجونې له عام ژوند څخه څنډې ته شوي دي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر مهال دې د افغانانو بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ ویلي چې تعامل او مشارکت یوازې وسیله ده.

ریچارډ بنیټ په دغه راپور کې د ښځو او نجونو د لباس د اغوستلو په تړاو د طالبانو له خوا د سختو قوانینو پلي کول، په علني بڼه تورونو ته سزا ورکول او د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی اړوند مسلو ته ځای ورکړل شوی دی.

ریچارد بنیټ په باور په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بې ساری دی او اوس وضعیت دغه ځای ته رسیدلی چې د جنسیت پر بنسټ ځورونه کیدای شي د " جنسیت پر بنسټ تبعیض" په توګه یاده شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا افغانستان لپاره ددغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ راپور په داسې حال کې راتلونکی اونۍ ارزوي چې د بخښنې نړیوال سازمان په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د یو سخت بشري بحران یادونه کړې او ویلي دي چې طالبانو په دغه هیواد کې د بشري حقونو څخه سرغړونې پراخه کړي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په دې راپور کې چې د نړۍ په ۱۵۵ هیوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ارزول شوی، ویل شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې "ښځه یا نجلیتوب عملاً جرم دی."

د ۴۱۸ پاڼو په دغه راپور کې چې یوه برخه یې افغانستان ته ځانګړې شوې، ویل شوي چې په دغه هیواد کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي، چې هدف یې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو بشپړ لرې کول دي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د ښځو د ځورولو په اړه نړیوالې غوښتنې شته چې دغه کړنې دې د "بشریت ضد جنایت" په توګه دې وڅېړل شي.

په دغه راپور کې پر ښځو د محدودیتونو لګول، په خپلسر نیول او توقیف کول، شکنجه او نور ناوړه چال چلند "د بشریت ضد جرمونو" سره برابر ګڼل شوي دي.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د څو ادارو په حواله په افغانستان کې د کم عمره نجونو د اجباري ودونو د زیاتوالي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د کورنۍ تاوتریخوالي ته هم اشاره شوې، چې د دغه راپور له مخې د خپګان او رواني ستونزو د پېښو زیاتوالي چې حتی د افغان میرمنو او نجونو د ځان وژنې لامل هم شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه تر اوسه د طالبانو حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه ډله تل دا ډول نړیوال راپورونه پروپاګند بللي او ویلي دي چې دا راپورونه پر حقایقو ولاړ ندي.

پدې لړ کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور تر خپرېدو وروسته چې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو ورته پېښې په کې ګوته شوي، ویلي، چې د لویديځ او افغانستان د بشري حقونو ارزښتونه توپیر لري او لویدیځ هیوادونه دي پر افغانانو خپل فرهنګ نه تحمیلوي.

مجاهد د سه شنبې په ورځ، اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي راډيو سره په مرکه کې وويل، هغه څه چې په امريکا او لويديځو هېوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعريفېږي، ښايي په افغانستان کې هغه ډول تعريف نه شي. هغه وويل، لويديځ هېوادونه بايد خپل کلتور پر افغانانو تحمیل نه کړي او د ده په وينا، د افغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق يې د اسلامي شريعت له مخې ټاکل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG