د غزې په ګڼ میشتي رفح ښار کې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په لړ کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ مۍ شپږمه (غوايي ۱۷) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې.
په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل د جګړې په خلاف د محصلینو مظاهرې چې لومړی د متحده ایالاتو د کولمبیا په پوهنتون کې پیل شوې او بیا په چټکۍ سره د دې هیواد نورو پوهنتونونو او کالجونو ته خپرې شوې، اوس د نړۍ د لوړو زده کړو ګڼ شمیر مرکزونو ته پراخې شویدي.
د سپينې ماڼۍ د امنيت اداره وايي، تېره شپه يو تن وروسته له هغه چې د سپينې ماڼۍ بهرنۍ دروازې سره یې خپل موټر ټکر کړ، ساه ورکړه.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه مې درییمه ( غوایي ۱۴) د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په نړۍ کې ټول خبریالان چې د خپل کار له کبله بندیان دي، باید خوشې شي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن، د مې د درېیمې یا په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د رسنيو ازادي د ولسواکۍ اساسي او ضروري بنسټونه دی او هغه ښځې او نارينه چې د مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړ کوي، په دې برخه کې مهمه ونډه تر سره کوي.
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن د پنجشنبې په ورځ مۍ دوهمه (غوايي ۱۳) وویل چې روسیې په نایجر کې هغې هوایي اډې ته پوځیان استولي چې امریکایي سرتیري هم پکې میشت دي.
ایران د پنجشبنې په ورځ مۍ دوهمه (غوايي ۱۳) اعلان وکړ چې په غزه کې له حماس سره په جګړه کې د اسرائیل د ملاتړ له کبله یې په یو شمېر امریکايي او بریتانوي اشخاصو او ادارو بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روسیه تورنه کړه چې د اوکراین ځواکونو په ضد یې کیمیاوي وسلې استعمال کړې او دا د «کیمیاوي وسلو د کنوانسیون» څخه سرغړونه ده. امریکا د مسکو په ضد نوي بندیزونه هم اعلان کړي.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (حمل۱۱) اعلان وکړ چې غزې ته د مرستو رسولو بندر (لنګرګاه) جوړولو کارونه تر نمایي زیات تکمیل شوي دي.
د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو کډوال متحدو ایالتونو ته د راتګ لپاره بېلابېلې لارې غوره کوي، خو د ویزو نه ورکول او محدودیتونه د دې لامل شوی چې ځینې بیا امریکا ته د راتلو لپاره ناقانونه لارې ولټوي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۲) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې غزې ته د مرستو رسولو بهیر چټک شي او په ګڼ میشتي رفح ښار کې له پوځي عملیاتو څخه ډډه وشي.
د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې یا ایف بي آی په تازه راپور کې ویلي چې تیر کال جعل کارانو د مسنو امریکایانو څخه څه د پاسه ۳.۴ میلیارده ډالر غلا کړیدي.
نور پورته کول