د لاس رسي وړ اتصالات

قاضي وقاد:آزاد شوي طالب بنديان به د سولې سفيران شي


وقاد:آزاد شوي بنديان به جنگ ته نه بلکه ژوند ته مخه کړي
وقاد:آزاد شوي بنديان به جنگ ته نه بلکه ژوند ته مخه کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره يې د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د سولې د عالي شورا لوړ پوړي غړي قاضي محمد امين وقاد امريکا غږ اشنا سره په خبرو کې د کوم طالب مشر نوم ذکرنه کړخو ويې ويل په لوړه کچه خبرې شوي دي.

ښاغلي وقاد زياته کړه طالبانو يو وخت د افغانستان رهبري او سياسي قدرت په لاس کې درلود،اوس بايد خپل استقلاليت وښيي او د مسووليت له مخې دی د افغانستان په قضيه کې د جنگ ساحه محدوده او د خبرو ساحه پراخه کړي.

هغه له بنده د آزاد شويو طالب بنديانو د راتلونکي په هکله ډاډ څرگند کړ او ويي ويل:

«دا ډلې به د ملت له خوا د سولې سفيران شي ،بيرته به جنگ ته نه بلکه ژوند ته مخه کړي په دی هکله تضمین موجود دی،دوی ته به معيشيت ورکول کيږي او امنيت به يي خوندي وي».

دافغان ولسمشر په حکم د اختر په لومړۍ ورځ د اوربند په احترام له زندانونو څخه۴٦ طالب بنديان خوشې شول.

قاضي محمد امين وقاد دا وخت د سولې لپاره يو مهم فرصت او استثنايی حالت وباله او پرطالب مشرانو يې غږ وکړ چې د سولې غوښتنې ته دی مثبت ځواب ووايي.

قاضي محمد مين وقاد مرکه دلته اوريدلاې شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00
XS
SM
MD
LG