د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان صادق خلک دي - پخوانی چينايي دیپلومات


«افغانان به ډيرخوشحاليدل چې یو خارجي ورسره په پښتو خبرې کوي».
«افغانان به ډيرخوشحاليدل چې یو خارجي ورسره په پښتو خبرې کوي».

د افغانستان لپاره د چين پخوانی ديپلومات جاینگ من وایي ،افغانستان سره يې د مينې له وجې د ژبو او ادبیاتو پوهنځې ولوست او پښتو يې زده کړه.

دی د افغانستان لپاره د چین په سفارت کې د دیپلومات په حيث هم کارکړی دی. ​

ښاغلي من چې له بيجنگ نه امريکا غږ اشنا سره غږيده، په ځانگړې مرکه کې يې وويل "د افغانستان په هکله يې اوريدلي و چې ډير ښکلې غرنې هيواد دی له همدې امله يې هوډ وکړ چې ددی ښکلي هيواد پیژندلو او خلکو سره يې د تماس په همدې پښتو ژبه زده کړي."

جاينگ من افغانان ډيرساده او صادقه خلک وبلل چې دوی سره يې ډیر ښه چلند درلود او خوشحاله به وو دی به ورسره پښتو ویله.

«افغانان به ډيرخوشحاليدل چې یو خارجي ورسره په پښتو خبرې کوي».

ښاغلي من د ژبې اوادبیاتود استا دانو په توگه د صديق الله رښتين ، گل پاچا الفت ،سعدالدین شپون او حبيب الله تږي یادونه وکړه.

جاینگ من وويل، د چينايي دیپلومات په توگه يې په کابل کې د دریومختلفو رژيمونو سره کارکړې چې په وينا يې (تنظیمي) دوره چې دی يې د جگړو وخت بولي له کابله وتلې.

٨٢کلن پخوانې چينايي دیپلومات وايي د افغانستان څو ولايتونوته يې سفر کړې چې کندهاريې د لرغونتوب په خاطردده د خوښې ولايت وباله.

ښاغلي جاينگ من امريکا غږ اشنا سره د مرکې په پیل کې د خپل ژوند او زډه کړو په هکله غږيدلی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:23 0:00
XS
SM
MD
LG