د لاس رسي وړ اتصالات

"ښځې په راډیو او ټلویزیون کې "په نوم بنسټ جوړ شو


د ښځې په راډیو او ټلویزیون کې بنسټ او کليد گروپ غړې آمنې مايار امريکا غږ اشنا ته وويل:

د خبریالانو د ملاتړ د نورو بنسټونو تر څنګ،د ښځینه خبریالانو د حقونو، امنیت او وړتیا لوړولو په هدف دا ټولنه جوړه شوه.

​ميرمن مایار زیاته کړه د رسنيو مالکانو سره به د ټولنې لخوا جدي خبرې وشي ترڅو خبریالانې په مصوونه چاپیریال او لازمو شرايطو کې کار وکړي.

بله داچې د هيواد په ځينو سیمو کې خبريالانې نشته ترڅو د لرې پرتو سیمو نه د رنځیدلو ښځو غږ خلکو او چارواکو غوږ ته ورسوي.

د يادونې وړ ده چې ايوارت(IWART)یا ښځې په راډيو او تلويزيون کې ټولنه د نړيوالې شبکې په توگه د پنځوسو نه زیاتو هيوادونو کې فعاله ده .

افغانستان په ٢٠١٥ کال کې ددی بنسټ غړيتوب تر لاسه کړی و، په ۲۰۱۷ کې د هیواد په عدلیې وزارت کې ثبت او د وږي د میاشتې په ٢۴ رسما پرانستل شو.

ددې بسټ د اهدافو او فعالیتونو په هکله امريکا غږ سره د آمنې مايار مرکه دلته اوريدلاې شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
XS
SM
MD
LG