د افغانستان د پوهنې وزارت یو چارواکی وايي، چې طالب چارواکي ښايي د نجونو منځني ښوونځي د تل لپاره وتړي او د بدیل په توګه د مدرسو په نوم دیني مدرسو ته وده ورکړي.
اروپايي ټولنې پارلمان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو او په عام محضر کې تورونو ته د اعدام د سزا په ورکولو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او له طالبانو یې د اعدام د سزا د بندیدو او ښځو، همجنسګرایانو، قومي او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د توپیري چلند پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.
یو مهال د طالبانو له خوا له زده کړو منع شوې دې افغانې مېرمنې دوې ماسټرۍ کړي او د والي د مرستیالې په توګه یې دنده ترسره کړې ده.
د مېرمنو د حقونو یوه افغانه فعاله چې اوس مهال په اسلام اباد کې ده، وایي، د افغانو وګړو او په ځانګړي ډول د افغانو مېرمنو ژوند پخپله افغانان بدلولای شي.
د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانو ښځو او نجونو زړورتیا ستایلې او په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ او د جګړې د دوام د مخنیوي لپاره یې په ټولنه کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو یو پلاوي د جمعې په ورځ مارچ ۸ (کب ۱۸) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د ایران د حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکه ځپنه د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو لامل شوی چې په ځینو مواردو کې د بشریت ضد جرمونه دي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره، ښځې د زده کړو، کار، سیاسي ګډون، ټولنیزو او سپورتي فعالیتونو، د سفر کولو حق، ازاد تګ راتګ او د ښځو د ملاتړ مرکزونو ته د ازاد لاسرسي په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې.
یو افغانه ورزشکاره چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کېدو وروسته جرمني ته کډه شوې، وايي هیله لري چې په افغانستان کې هر څه ښه شي او دا وکولای شي چې خپل هېواد ته ستنه شي.
په کابل کې یوه افغانه ښوونکې وايي، افغانې مېرمنې له اساسي حقونو بې برخې شوي او له همدې کبله د مارچ اتمې، د ښځو نړیوالې ورځې، په افغانستان کې "خپل مفهوم له لاسه ورکړی" دی.
په پاکستان کې په سلګونو ښځو د جمعې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۸) د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو لپاره لاریونونه وکړل، هغه اقدام چې په یو اسلامي هیواد کې د لویدیځ د نفوذ د ادعاوو له امله ښي اړخو مذهبي ډلو پرې نیوکه کړې ده.
د مارچ اتمه ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې سره هممهاله د افغانستان په دننه او بهر کې د افغان میرمنو د اعتراضي غورځنګونو یو شمیر غړو د طالبانو له خوا پر ښځو باندې د پراخه محدودیتونو د لګولو له امله د دغې ډلې په مشرانو باندې د فشار او په نړیوالو محکمو کې د هغوی د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.
په بريتانيا کې د افغان ښځو ملاتړې ډلې (ومېن سپورټ ګروپ) او نورو ځايي مدني بنسټونو د لندن په هېز سیمه کې د ښځو نړيواله ورځ ولمانځله چې په کې ویناوالو ښځو ته د قوي اوسېدو، مبارزې، روغتيا او د اولادونو د ښې پالنې سپارښتنې وکړې.
نور پورته کول