د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیې ته د چوروچپاول وروسته عادي حالت راستون شو


بریتانیې ته د چوروچپاول وروسته عادي حالت راستون شو
بریتانیې ته د چوروچپاول وروسته عادي حالت راستون شو

د څو ورځو ناکراریوو او چورچپاول وروسته د چارشنبې په ورځ په بریتانیې کې وضعیت بیرته عادي حالت ته ستون شو. د پلازمینې په ګډون دغه چورتالان د منچیستر او بریمینګهم ښارونو ته هم خپور شو.

د بیرمینګهم د ښار پولیس وايي چې درې کسه مسلمانان هغه مهال ووژل شول کله چې یې غوښتل خپله سیمه له لوټمارانو وژغوري. دغه درې کسه شهزاد علي، هارون جهان او عبدالمصور نومیدل. پولیس وايي چې یادشوي کسان په موټر وهل شوي دي او د پېښې په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی دی.

یو کس چې ځان د پېښې د قربانیانو ملګری بولي وايي: ،،دوي دلته آرامه ولاړ وه او لکه څنګه چې ما مخکي هم وویل، خپله سیمه یې ژغورله. هغو کسانو چې په قصدي ډول دغه جرم ترسره کړی، د ژغورونکو نه یې کرکه درلوده. همداو چې راغلل او پر دوي یې برید وکړ.،،

عیني شاهدان وايي چې په سلګونو تنکي ځوانانو د بریتانیې په دریم لوی ښار کې مغازې لوټ کړې، هینداري یې ماټي کړې او ودانیوو ته یې اور واچوی. پولیس وايي چې تر دغه دمه پوري یې ۴۷ کسه نیولي دي.

د پولیسو یو مامور ګري شیوان داسي وايي: ،،زه غواړم دا څرګنده کړم چې دوي هیڅ لامل نه درلودی چې په لاریون لاس پوري کړي. هیڅ بې عدالتي نه وه رامنځ ته شوې نه کوم هڅونکی لامل موجود و. هر هغه څه چې پېښ شوي دي په اصل کې بې ځایه زورزیاتی و چې ما یې په دې پیمانه ساری د خپلې وظیفې په موده کې نه و لیدلی.،،

د یادونې وړ ده چې وروسته له هغه نه چې ۱۶ زره پولیس په لارو کوڅو کې ځای پر ځای شول، وضعیت بیرته عادي شو. زیات شمیر دوکاندارانو خپل دوکانونه وختي وتړل او هغه کسان چې ښار ته یې تګو راتګ کوی د شپې د تیارې نه د مخه د ښاره ووتل.

دغه زورزیاتی او ګډوډی تیره اونۍ وروسته له هغه رابرسیره شو چې پولیسو د توتینهم په سیمه کې یو ۲۹ کلن کس چې څلور اولادونه یې درلودلل په ډزو ووژی.

په عین حال کې د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کیمرون ویلي دي چې هیواد یې د بیلابیلو بدماشو ډلو د ستونزې سره مخامخ دی. ،،دا یوه ښکاره مسله ده چې مونږ په خپل هیواد کې د بدماشو ډلو سره ستونزې لرو. د ډیرې مودې راهسي دوي ته په بشپړه توګه پاملرنه نه ده شوې چې دوي ولي د نورو سپکاوی کوي. زه په دې ډاډه یم چې دوي په هیڅ ډول زمونږ د اکثریت ځوانانو استاځیتوب نشي کولای، هغه ځوانان چې زمونږ په شان د دغو بدماشانو اعمال غندي. خو زمونږ په ټولنه کې داسي ډلې هم شته چې نه یواځي ځپل شوي دي بلکې ناروغان دي.،،

کیمرون هوډ وکړ چې پولیسو ته به ټول هغه امکانات برابر کړي چې د دغې ستونزې د حل لاره پیدا کړي.

د لندن زیات شمیر اوسیدونکي وايي چې دغه لاریونونه د لندن په شمالي برخه کې د اوسني اقتصادي وضعیت او دغه راز په دې سیمه کې د دولتي خدماتو د کموالي او لوړې کچې بیکارۍ له امله راوپاریدل.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG