د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په جنوبی برخه کی یوی محکمې د برما د مخدره موادو د قاچاق د یوی برمایی ډلې، څلورغړي په مرگ محکوم کړیدي


China map
China map

د چین په جنوبی برخه کی یوی محکمې د برما د مخدره موادو د قاچاق د یوی برمایی ډلې، څلورغړي په مرگ محکوم کړیدي. دوي تیرکال د میکانگ په سیند کی ۱۳ چنیایی مانوگان تښتولي او وژلي وو.

د چین رسمی خبري اژانس سینهوا نن وویل، ددغه ډلی مشر ناوکام او د هغه دری ملگري په جرم چه د دوه زره یوولسم کال د اکتوبر په میاشتی کی یی د چین دوه مال وړونکی بیړئ تښتولې وې او د هغو د ۱۳ تنه ماڼو گان یی وژلی وو، په مرگ محکوم شول.
ددغې ډلې د یو بل غړي د مرگ سزا ځنډول شویده او یو بل ته ، د کان مینگ په ایالت کې په استعماعیه غونډه کی د اتو کالونو د بند سزا، واورول شوه.
دغه حمله، د لاوس ، برما او تایلند په گډی سرحدي نقطې کی شوي وه.
XS
SM
MD
LG