د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشرانو براک اوباما ته د مبارکۍ پیغامونه لیږلي


د نړۍ مشرانو د آمرېکا جمهور رېس بارک اوباما ته دهغه د بېا آنتخابېدو له آمله د مبارکۍ پېغامونه لېږلی دي.
آوباما د سه شنبی په ورځ د جمهوری رېاست مقام د دوهم ځل لپاره وګاټه، او دهغه د سېال مټ رامنی ترمنځ مقابله ډېره نژدی وه .
د ملګرو ملتونو عمومی منشی بانکېمون ښاغلي اوباما ته د مبارکۍ ګرم پېغام ولېږه او هېله ېې څرګنده کړه چې آمرېکا او ملګری ملتونه به د پخوا په شان د ېوې دوامداری همکارۍ او ملګرتېا د روحې پر بنسټ دهغو چېلنجونو پرخلاف مبارزه وکړی چی د دواړو پر مخ کی پراته دي.
بانکمېون ووېل، چې په دی جمله کې په جنګ ځبلی سورېه کې د وېنی د توېولو پای ته رسول هم شامل دي.
همدارنګه د فرانسې جمهور رییس فرانسوا هولاند وویل چې د جمهور رییس دویم ځلي ټاکل کیدلو نه مالومیږی چې خلک غواړي امریکا دې خلاصه، متحده او د نړۍ په مسایلو کې به بشپړه توګه ښکیله پاتې شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې جمهور رییس وین جا باو او د هغه ځای ناسته (زي ژن پنګ) چې ډیر ښایي ډیر ژر به د چین جمهور رییس شي، دیته سترګې په لار دي چې د اوباما سره به په ګډه کار کوي.
د اسراېلو صدراعظم بنېامېن نتن ېاهو ښاغلي اوباما ته د مبارکئ په ېوه پېغام کې ووېل چې دآمرېکا او اسراېلو ترمنځ به ستراتېژېکی آنډېوالي او ملګرتېا دپخوا په نسبت نوره پېاوړی شی او هغه به د آوباما سره به ېو ځائ کار او همکارۍ ته دوام ورکړي. د اسراېلو صدراعظم د جمهوری ګوند د کاندېد مټ رامنی ېو ډېر پخوانۍ ملګری دی.
د روسېې جمهور رېس وېلادېمېر پوتېن هم ښاغلي اوباما ته د مبارکۍ ټلېګرام لېږلی دی. د روسېې د جمهور رېس ېوه وېاند ووېل چې جمهور رېس پوتېن د ښاغلي آوباما د برېالېتوب خبر د وېاند په قول په ډېر مثبت آنداز کې لاس ته راوړ.
دبرېتانیی صدراعظم ېوېډ کمېرون اوباما ته د ټوېټر له لارې خپله مبارکی ولېږله. ښاغلی کمېرون چې فعلا د اردن په سفر بوخت دی، خبرېالانو ته ېې په عمان کی ووېل هېله چې زمونږ دواړو ترمنځ همکاری به دوام ومومی. کېمېرون خبرېالانو ته ووېل چې آوباما باېد په سورېه کی د کوني جنګ د پای ته رسولو لپاره زېات کار وکړی.د آسټرالېا او جاپان مشرانو هم ښاغلي اوباما د مبارکۍ پېغامونه لېږلی دي
XS
SM
MD
LG