د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په بدخشان کې د طالبانو په کاروان باندې د چاودنې مسئولیت واخیست


عکس ۰ارشیف)
عکس ۰ارشیف)

د داعش د خراسان ډله ادعا کوي چې د افغانستان د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د طالبانو د موټرو په کاروان باندې د چهارشنبې د ورځې چاودنه دوی کړې ده.

د داعش ډله وايي چې بمب یې په یو موټر سایکل کې ځای په ځای کړی و او په طالبانو یې الوځولی دی.

طالب چارواکي وايي چې په دې چاودنې کې درې پوليس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې چاودنه د پولیسو د موټر ترڅنګ شوې ده.

دغه پولیس په سیمه کې د کوکنارو د کښت د اړولو لپاره تللي وو. تر دغې چاودنې څو ورځې مخکې د بدخشان په دوو ولسوالیو ارګو او درایم کې د کوکنارو د فصلونو د اړولو په مهال د طالبانو او سیمه ایزو خلکو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي وو. له دغې پېښې وروسته هلته د طالبانو په ضد مظاهره هم وشوه.

د فرانس پرس خبري اژانس یو خبریال ویلي دي‌ چې طالبانو په سیمه کې ځینې کورونه پلټي او لسګونه کسان یې نیولي دي.

تر دې مخکې په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله امیري امریکا غږ ته چاودنه تائید کړې وه خو د تلفاتو په اړه یې څه نه وو ویلي.

ځینو سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی چې چاودنه په ځايي وخت د سهار په ۱۱ بجو د فیض اباد د کوکچې د لیسې او د پل جوزون سیمې سره نږدې شوې.

په فیض اباد کې یوې سرچینې د نوم ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د تخار ولایت فیض اباد ته په تازه دمه ورغلیو طالب ځواکونوشوې. چاودیدونکي‌ توکي په یو موټر سایکل کې د یو ځای پر ځای شوي ماین له کبله ده، چې په کې د طالبانو درې امنیتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي یو تن چې په موټر سایکل سپور و د طالبانو د ځواکونو د موټرو په کاروان باندې برید کړی چې له امله یې یو موټر ویجاړ شوی هم دی.

ځینو رسنیو د ناتائید شویو راپورونو پر اساس ویلي چې په دې چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. دغه رسنیو ویلي چې ټپیان په فیض اباد کې ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG