د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو نوی عمومي قوماندان ونوماوه


د امریکا هغه جنرال چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د نوي عمومي قوماندان د مقام لپاره نومول شویدی، وایي چې د دې یوولس کلنې جګړې مرکزي او مهم هدفونه تر اوسه ندي تر لاسه شوي
. د امریکا د سمندري ځواکونو دغه جنرال جوسیف ډن فورډ وایي چې تروریستان او د هغوي طالب ملګري اوس هم په افغانستان کې فعالیت لري.
د امریکا د سمندري ځواکونو جنرال ډن فورډ چې پرون د پنجشنبې په ورځ یې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ د غړو په استماعیه غونډې کې ګډون کړی ؤ، دا خبره ومنله چې امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې کښې چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه هم ده، خپل ځیني مهم اهداف تر لاسه کړیدي، او هغه دا چې د افغانستان نه یې د القاعده د شبکې او هغو جګړه مارو ډلو ریښې ایستلي دي چې هغوي ته پناه ورکړې وه. خو تر څنګ یې دا هم وویل چې دا پرمختګ په افغانستان کې د ګڼ شمیر هیوادونو د هڅو او کوښښونو په نتیجه کې تر لاسه شویدی.

" د افغانستان د ولس د 76 فیصده خلکو لپاره د امنیت چارې اوس پخپله د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دي، د تشدد زیاتې پیښې اوس په هغو سیمو کې نه کیږي چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي، طالبان دیته مجبوره شویدي چې د ولسې خلکو نه لیرې واوسیږي چې دا ټول زما په نظر دا ټول د پرمختګ نښې نښانې دي. "

جنرال ډن فورډ همدرانګه وویل چې اوس مهال د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر 3 سوه زرو ته رسیدلی دي او هیله یې څرګنده کړه چې د راتلونکې کال په دوران کې به هغوي به بشپړه توګه وروزل شي. جنرال فورډ د دې تر څنګ وویل د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وړتیا او قابلیت په زیاتیدو باندې ډیر خوښ دی.

د مشرانو د جرګې د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ مشر سناتور کارل لیون او ګڼ شمیر نورو سناتورانو د هغو پیښو په اړه شدیده اندیښنه وښوده چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په انفرادې بریدونو کې بهرني ځواکونه وژل کیږي. ویل کیږي چې دا بریدونه د هغو طالبانو لخوا کیږي چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شویدي. په عین حال کې پدې جرګه ګۍ کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند تر ټولو جګپوړه غړي، سناتور جان مکین د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ.

" د امریکا جمهور رئیس په تکرار ډول پدې ټینګار کړی چې د افغانستان نه به عسکر باسي او د واک د انتقال لپاره یې کوم ثابته او کامیاب پلان ندی جوړ کړی چې همدې کار په افغانستان کې د خلکو سره دا اندیښنه پیدا کړیده چې ګڼې امریکا د افغانستان نه عسکر باسي او دیته نه ګوري چې دلته به وضع څه ډول وي. همدغه شک په افغانستان او سیمې کې ټولې ښکیلې ډلې دیته مجبوره کړیدي چې چمتو واوسیږي، د افغان حکومت په تشکیل کښې یې هم ستونزې پیدا کړيدي او حتی د یو شمیر خلکو سره خو لا دا اندیښنې هم پیدا شویدي چې زمونږ تر وتلو وروسته به په هغه ملک کې کورنۍ جګړه ونښلي. "

که څه هم چې جنرال ډ فورډ د امریکا د حکومت په پالیسیو تبصره ونکړه خو پخپله ولسمشر براک اوباما ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو له وجې به امریکا ته دا فرصت ورکړل شي چې هغو ستونزو ته پاملرنه وکړي چې په امریکا کې دننه ورسره خلک لاس او ګریوان دي.

سناتور جان مکین د جنرال ډن فورډ نه وپوښتل چې آیا امریکا په افغانستان کې جګړه ګټلی شي او که نه، جنرال ډن فورډ په ځواب کې وویل: زه فکر کوم چې مونږ په افغانستان کې هره ورځ پرمختګ کوو او کولو شو چې خپل اهداف تر لاسه کړو.

جنرال ډن فورډ په پاې کښې وویل هیله لري چې افغانستان او امریکا به د یوه امنیتي تړون په اړه موافقې ته سره ورسیږي چې د 2014 میلادي کال نه وروسته د دواړو هیوادونو امنیتي او پوځي همکاري به څرګنده کړي او دا کار به جګړه مارانو، افغانانو او د سیمې هیوادونو ته یو مهم پیغام هم ورسوي.

که چیرته د امریکا کانګریس هغه ته رایه ورکړي، نو جنرال ډن فورډ به شپږم امریکایي جنرال وي چې په افغانستان کې د ټولو امریکایي او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان په حیث ټاکل کیږي.
XS
SM
MD
LG